VOA Deewa Radio ▪ وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع
فقط متن
په هنګو کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې دامن وضعه هاغه وخت خرابه شوې وه کله چې امنيتي ځواکونو ٧ ځايې طالبان ونيول اؤ بيا ځايې طالبانو دپوليسو په يوه تاڼه دخپلو نيول شوؤ ملګرو دخلاصولو دپاره بريد کړى ؤدصوبه سرحد په جنوبي ضلع هنګو کې نن دزيارت په ورځ هم دځايې طالبانو اؤ تندرويانو په ضد دپاکستاني ځواکونو لخوا په پراخه پيمانه عمليات روان دي. په هنګو کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې دامن وضعه هاغه وخت خرابه شوې وه کله چې امنيتي ځواکونو ٧ ځايې طالبان ونيول اؤ بيا ځايې طالبانو دپوليسو په يوه تاڼه دخپلو نيول شوؤ ملګرو دخلاصولو دپاره بريد کړى ؤ. په دغه اخ وډب کې لږ ترلږه ١٧ پوځيان وژل شوي وؤ اؤ ٢٩ دځايې طالبانو لخوا يرغمل نيول شوي دي.په سيمه کې دځايې مشرانو دجرګو باوجود هم طالبان دنيول شوؤ پوځيانو په خوشې کولو راضي نۀ شول. سرچينې وايي دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو په زرګري اؤ توره وړۍ کې دځايې طالبانو يو شمير سنګرونه په نخښه کړي دي اؤ ددرنو وسلو لکه توپو اؤ راکټو څخه کار اخلي ..په تازه نښتو کې د٥ؤ طالبانو دژوبل کيدو خبر ورکړل شوى دى، همدغه راز امنيتي ځواکونو دتندلارو يو شمير مرکزونه پخپله ولکه کې اخستي اؤ نور پرمختګ هم کوي.په دوابه کې نن په ٨مه اؤ په هنګو بازار کې په٣مه ورځ هم ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې وه.سرچينې وايي په دغو ډزو کې دځينې عامو وګړو کورونه هم په نخښه شوي دي خو ولې دمرګ ژوبلې دقيقه شميره نۀ ده معلومه شوې.اخوا نن دپاکستاني طالبانو دغورځنګ مشر بيت الله محسود دصوبه سرحد حکومت ته دړکه کړې ده چې د٥ؤ ورځو دننه دې دواک څخه تير شي ګنې طالبان به په ټول هيواد کې منظم عمليات پيل کړي.
دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی د چاپ دپاره