VOA Deewa Radio  وی او اې ډيوه ريډیو
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
Search

سرحد حکومت : کۀ طالبان خبرو ته چمتو نۀ شي نو په ضد به يې طاقت وکارول شي

21/07/2008

[insert caption here]
  دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دکابينې دپريکړو په اړه ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل صوبايي حکومت دخبرو اترو له لارې دامنيت ټينګښت غواړي خو کوم خلک چې دخبرو اترو دلارې پريښودو په ترڅ کې دتشدد لاره خپلوي نو دهغوي په ضد به طاقت استعمالولى شي. 
دسرحد حکومت صوبه کې دامنيت دخرابوونکو عناصرو په ضد په نره دمقابلې اؤ دهغوي په ضد دکوټلي طاقت داستعمال فيصله کړې ده.
دغه پريکړه پيښور کې دسرحد کابينې غونډه کې وشوه، ددغه غونډې مشري دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي کوله.
له غونډې وروسته دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دکابينې دپريکړو په اړه ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل صوبايي حکومت دخبرو اترو له لارې دامنيت ټينګښت غواړي خو کوم خلک چې دخبرو اترو دلارې پريښودو په ترڅ کې دتشدد لاره خپلوي نو دهغوي په ضد به طاقت استعمالولى شي.
دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دړکې په اړه داطلاعاتو صوبايي وزير وويل ټاکل شوى حکومت به دچا ددړکو څخه ونۀ ويريږي اؤ دتندرويانو په مخکې به وسله ونۀ غورځوي
صوبايي وزير وويل حکومت به خپله ائيني موده پوره کوي.
ميا افتخار وويل حکومت به هر صورت کې داولس دځان اؤ مال خونديتوب يقيني کوي.
هغۀ وويل لمړى به دمارشل لاء لګولو په ترڅ کې حکومت کيدو اؤ اوس تندرويان ټاکل شوؤ حکومتونو ته دړکې کوي، نن هغوي صوبايي حکومت ته دړکه وکړه ، سبا به يې مرکزي حکومت ته وکړي.
دسوات دامن تړون په اړه  دصوبايي وزير وينا وه  صوبايي حکومت به ځايې طالبانو  سره دامن  تړون پابند وي اؤ ددغه تړون پر ټولو مادو به عمل کولى شي.
دهغۀ وينا وه ٢٠ بنديان خوشې کړل شوي دي  اؤ راتلونکو ٣ؤ مياشتو کې به دشريعت دنفاذ ژمنه هم پوره کړل شي.
دسوات څخه دپوځ دواپسۍ په هکله ميا افتخار وويل پوځ به هلته دامنيت دبشپړ ټينګښت پورې موجود وي.
همدغه راز دهنګو دوضعې په اړه هغۀ وويل  حکومت هنګو کې هم دخبرو اترو لپاره چمتو دى.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره

  مهم خبر
سوات اؤ باجوړ کې ١٣ تندلاري وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
اوباما د میکېن نه لس فیصده مخکې دی
په اسیا او اروپا کې د ونډو بازارونه لوړ ختلي دي
باجوړ اؤ اورکزئ ايجنسو کې 37 جنگيالي وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : دامريکايي جاسوسي الوتکو بريد کې ٥ کسان وژل شوي دي
شاه محمود قريشي : دپاکستان څخه بغير امريکا دترهه گرۍ په ضد جنگ نۀ شي گټلى
ناټو دهلمند په عملياتو کې د١٠٠ؤ طالبانو دوژلو ادعا کوي
دپښتو نوميالى هنرمند بدرمنير پحق رسيدلى دى  Audio Clip Available
اورکزۍ ايجنسي : ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره  ٥٠ؤ ته رسيدلې ده
محمدصادق:دپاکستان اؤچين ترمينځ دجوهري تړون احتمال نشته
اورکزئ ايجنسۍ: په جرگه ځانمرگى بريدکې ١٦ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک :دترهګرۍ په ضد روان عمليات به نۀ اودرول کيږي
امريکا:بايد افغانستان کې دمخدره موادو ستر کاروباريان ونيول شي
پیټرک مون : وسله غورځونکو طالبانو ته هرکلی وایو  Audio Clip Available
د شمالي وزیرستان هوایي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي
د افغان جمهوررئیس ورور قیوم کرزې پارلمان نه استفا ورکړه
دير : ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې نهه کسان وژلي دي
اسلام اباد:دپوليسوپه مرکزځانمرگي بريدکې اته پوليس ژوبل شوي دي
اسلام اباد:دپارلمان  روانه  گډه ناسته دگل پورې ځنډول شوې ده
اوباما او مکین د پاکستان په اړه په تگلاررو کې اختلاف لري
اسلام اباد: د قامي امنیت په اړه دپارلمان گډه غونډه تر سبا ځنډول شوې ده
افغان حکومت : طالبانو سره خبرې نه دي شوي
اسفندیار ولي خان : د ټوپک په زور خبرې نه کوؤ
پنجاب کې ځانمرگي برید کې نزدې ١٢ کسان وژل شوي دي