VOA Deewa Radio ▪ وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع
فقط متن
جنگیالي پاکستاني طالب جنگیالو د جعمی په ورځ د هیواد په شمال غربی برخه کې د دوه چینیائی انجنیرانو تختولو ادعا کړیده. د تحریک طالبان پاکستان ویاند د نهې په ورځ وائس اف امریکا ته ویلي دغه تختول شوي انجنیران د سوات په سیمه کې د جنگیالو په ولقه کې دي. د طالب جنگیالو ویاند مسلم خان زیاته کړه انجنیران یې د حکومت لخوا په ښځو او ماشومانو باندی د بریدونو په بدل تختولي دي. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د چین حکومت تېرکال د چینیائی وگړو تختولو پرسر پاکستانی حکومت باندی زورنه ورکړی وه چې په اسلام اباد کې د سور جومات پرضد عملیات وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړیده چینیائی انجنیران دی روغ رمټ خلاص کړي. پاکستاني چارواکې د چینیائی انجنیرانو د خوشي کولو لپاره هڅې کوي. د خالي په ورځ، د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د روژې د میاشتې په احترام کې به قبایلي سیمو او سوات کې پوځي عملیات ځنډوي
دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی د چاپ دپاره