VOA Deewa Radio  وی او اې ډيوه ريډیو
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
Search

اسلام اباد: وکيلانو دپارليمان مخې ته  احتجاجي پرلتونه غځولي دي

04/09/2008

[insert caption here]
د زيارت په ورځ وکيلانو سخت احتجاجونه وکړل
دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان په غوښتنه دعدليې دازادۍ اؤ دسترې محکمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په گډون دنورو قاضيانو دپځايې کولو دپاره نن د زيارت په ورځ وکيلانو سخت احتجاجونه وکړل اؤ په پلازمينه اسلام اباد کې يې دپارليمان دودانۍ مخې ته احتجاجي پرلتونه وغځول.

دپرلت ماتونې داحتجاج مشري دوکيلانو دسازمان مشر اعتزاز احسن ، سردار عصمت الله اؤ هارون الرشيد کوله.
 په احتجاجي مظاهره کې دمدنې ټولنې ، جماعت اسلامي اؤ تحريک انصاف په سوونو غړي هم شامل وؤ.
بل لوري ته دملتان دايالتي محکمې دوکيلانو دسازمان غړو دپوليس دګيرې  په ماتولو سترې محکمې ته دننوتلو هڅه وکړه چې په دې پوليسو په وکيلانو کوتکونه وورول.
دپوليس لخوا دوهل کيدو له امله دملتان  دايالاتي محکمې دوکيلانو مشر خالد خان اؤ ځينې نور وکيلان ژوبل شول.
دپارليمان دودانۍ مخې ته خبريالانو سره دخبرو کولو په مهال اعتزاز احسن وويل پارليمان خپلې ژمنې نۀ پوره کوي، ځکه وکيلانو دپارليمان مخې ته دپرلتونو غځولو پريکړه وکړه.
هغۀ وويل دازادې عدليې پرته ډيموکراسي نۀ شي ټينګيدى اؤ دلرې کړل شوي مشر قاضي پرته دعدليې پځايې کول سم ګام نۀ دى. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره

  مهم خبر
ډي ايي خان :دجنازې دنمونځ په مهال چاؤدنې لږ تر لږه اته تنه  وژلي دي

  نور رپو ټونه
باجوړ : چاودنې د قامي مشر په گډون شپږ تنه وژلي دي
گيلاني : امريکا سره دبريدونو په هکله پټ تړون نۀ دى شوى
دسوات اؤ باجوړ عملياتو کې ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي
اسلام اباد: امريکايي سفيرې ته دبنو په بريد احتجاج شوى دى
نامعلومو وسله والو پخوانى جنرال امير علوي ووژلی  دی
سوات او  باجوړ کې شپږ کسان وژل شوي
بنو : ميزائيلي بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي
نيويارک:محکمې دډاکټر عافيه صديقي ذهني وضعيت ناسم بللى دى
د باجوړ او سوات خونړیو پېښو کې په لسگونو مړه
مائيکل مولن:طالبانوسره لا دخبرو وخت نۀ دى رارسيدلى
ایساف : پاکستاني ځواکونو سره په گډه یې جنگیالي په نښه کړي دي
پاکستان:امريکا سره دبريدونوپه اړه پټ تړون نشته 
پاکستان د خېبر لاره بېرته پرانسته
براک اوما:داسامه وژنه يانيونه ترټولومهم کاردى
سوات: ځانمرگي  بريدکې  څلورعسکروژل شوي
کرزى طالب مشرملاعمرته دجوړجاړي وړانديزکړى دى
واشنگټن پوسټ : پاکستان اؤ امريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو پټ تړون کړى دى
دپاکستان اؤ نړيوالې مالياتې پنگې ترمينځ دپوراخستنې تړون شوى دى
صدراعظم گيلاني : امريکا کې نوي حکومت جوړيدو سره به قبائيلي سيمو کې بريدونه بند شي
شمالي وزيرستان : ميزائيلي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
مائيکل هيډن : القاعده د پاکستان قبایلي سیمې مرکز  په توگه کاروي
پيښور:دوسله والو په ډزو  دوه  بهرني خبريالان ژوبل شوي دي