VOA Deewa Radio  وی او اې ډيوه ريډیو
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
Search

زرداري دنهې په ورځ دجمهوررئيس په توګه لوړه کوي

07/09/2008

Asif Ali Zardari with his daughters  during celebration dinner at prime minister residence in Islamabad, 06 Sep 2008
دپاکستان دټولټاکنو دکميسيون لخوا دجمهوررئيس په توگه داصف علي زرداري دغوره کيدو داعلان څخه وروسته دښاغلي  زرداري  دلوړې کولو لپاره تيارۍ پيل شوي دي ، اؤ پيپلز گوند هيله ښايي نوى جمهوررئيس به دنهې په ورځ دخپل منصب لوړه وکړي.
دپاکستان دټولټاکنو دکميسيون لخوا دجمهوررئيس په توگه داصف علي زرداري دغوره کيدو داعلان څخه وروسته دښاغلي  زرداري  دلوړې کولو لپاره تيارۍ پيل شوي دي ، اؤ پيپلز گوند هيله ښايي نوى جمهوررئيس به دنهې په ورځ دخپل منصب لوړه وکړي.

پرون  دپاکستان دټولټاکنو کميسيون  دجمهوري رياست په ټاکنه کې  په رسمي ډول دپيپلز گونددمشر اصف علي زرداري دبرياليتوب اعلان کړى ؤ اؤ ويلي يې وؤ ، هغه په دغه ټاکنه کې ٤٨١ رايې ترلاسه کړي دي،دمسلم ليگ(ن) کانديد سعيدالزمان صديقي ١٥٣ اؤ دمسلم ليگ(ق) مشاهد حسين سيد٤٤ رايې اخستي دي.
په سنا کې دپيپلز گوند لخوا دايوان مشر رضا رباني وايي دگوند دمهمو مشرانوغونډه  نن داتوار په ماښام رابلل شوې اؤ په دغه غونډه کې به دپيپلز گوند دگډ مشر اصف علي زرداري دجمهوررئيس په توگه دلوړې کولو نيټه هم وټاکل شي.
بل لوري ته دښاغلي زرداري دجمهوررئيس په ټاکل کيدودنړيوالې ټولنې دمشرانو لخوا اصف زرداري ته دمبارکۍ پيغامونه رسيدلي دي.
دامريکا جمهوررئيس بوش دمبارکۍ په پيغام کې هوډ څرگند کړى چې داصف علي زرداري په مشرۍ کې به پاکستان سره دامريکا اړيکې نوره وده هم ومومي.
دبرطانيې ، چين ، افغانستان، هند ،اروپايي اتحاديې، ايران اؤ گڼو نورو هيوادونو دمشرانو لخوا هم اصف علي زرداري ته په رسيدلو پيغامونو کې پاکستان سره دښو اړيکو جوړولو هوډ څرگند کړل شوى دى.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره

  مهم خبر
ډي ايي خان :دجنازې دنمونځ په مهال چاؤدنې لږ تر لږه اته تنه  وژلي دي

  نور رپو ټونه
باجوړ : چاودنې د قامي مشر په گډون شپږ تنه وژلي دي
گيلاني : امريکا سره دبريدونو په هکله پټ تړون نۀ دى شوى
دسوات اؤ باجوړ عملياتو کې ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي
اسلام اباد: امريکايي سفيرې ته دبنو په بريد احتجاج شوى دى
نامعلومو وسله والو پخوانى جنرال امير علوي ووژلی  دی
سوات او  باجوړ کې شپږ کسان وژل شوي
بنو : ميزائيلي بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي
نيويارک:محکمې دډاکټر عافيه صديقي ذهني وضعيت ناسم بللى دى
د باجوړ او سوات خونړیو پېښو کې په لسگونو مړه
مائيکل مولن:طالبانوسره لا دخبرو وخت نۀ دى رارسيدلى
ایساف : پاکستاني ځواکونو سره په گډه یې جنگیالي په نښه کړي دي
پاکستان:امريکا سره دبريدونوپه اړه پټ تړون نشته 
پاکستان د خېبر لاره بېرته پرانسته
براک اوما:داسامه وژنه يانيونه ترټولومهم کاردى
سوات: ځانمرگي  بريدکې  څلورعسکروژل شوي
کرزى طالب مشرملاعمرته دجوړجاړي وړانديزکړى دى
واشنگټن پوسټ : پاکستان اؤ امريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو پټ تړون کړى دى
دپاکستان اؤ نړيوالې مالياتې پنگې ترمينځ دپوراخستنې تړون شوى دى
صدراعظم گيلاني : امريکا کې نوي حکومت جوړيدو سره به قبائيلي سيمو کې بريدونه بند شي
شمالي وزيرستان : ميزائيلي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
مائيکل هيډن : القاعده د پاکستان قبایلي سیمې مرکز  په توگه کاروي
پيښور:دوسله والو په ډزو  دوه  بهرني خبريالان ژوبل شوي دي