VOA Deewa Radio  وی او اې ډيوه ريډیو
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

فقط متن
Search

پاکستان پوځ : امریکایي هیلي کاپټرې پاکستان ته اوړیدلي وې

26/09/2008

[insert caption here]
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس د ناټو په هیلي کاپټرو باندې د ډزو وروسته ويلي دي امريکايي هيلي کاپټرې دجنوبي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دپاکستان دسرحدي څوکۍ دپاسه راتيرې شوې اؤ تر زياته حده دپاکستان خاورې ته راننوتلې وې
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس د ناټو په هیلي کاپټرو باندې د ډزو وروسته ويلي دي امريکايي هيلي کاپټرې دجنوبي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دپاکستان دسرحدي څوکۍ دپاسه راتيرې شوې اؤ تر زياته حده دپاکستان خاورې ته راننوتلې وې چې له دې امله پاکستاني پوځيانو  هغوي ته دخبردارۍ ورکولو لپاره هوايي ډزې وکړې اؤ دهغې په ځواب کې امريکايي هيلي کاپټرو هم دپاکستان په څوکۍ ډزې کړې وې.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس  وائس اف امريکا  ته وويل دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په دې هکله دوړاندې څخه ويلي ؤ چې چاته به دپاکستان دحدونو څخه دسرغړونې اجازه نۀ ورکړل کيږي اؤ ددغه رقم عملياتو په ضد پاکستان دخپلې دفاع حق لري.
پوځي وياند په دې خبره هم خفگان وښودو چې کله دغه پيښه رامينځته شوه نو پاکستان په سمدستي ډول افغانستان کې ائتلافي ځواکونو ته خبر ورکړو اؤ پاکستان په دې لړ کې لا دافغانستان څخه درسمي راپور انتظار کولو چې ناټو ددې پځايې پخپل يو جاري کړي بيان کې ددغه پيښې مسؤليت دپاکستان په اوږو واچولو.
دامريکا اؤ ناټو چارواکي وايي   امريکايي هيلي کاپټرو دافغانستان  دپولې يو ميل دننه الوت کولو اؤ مقصد يې په گزمه بوښتو افغاني اؤ امريکايي ځواکونو ته تحفظ ورکول وؤ، ولې په هغوي دخوست ولايت سره نزدې دپاکستان دسرحدي څوکۍ څخه ډزې وشوې چې دهغې په ځواب کې ځمکنيو امريکايي پوځيانو هوايي ډزې کړې وې خو دهغې مقصد هيڅ کله پاکستاني څوکۍ په نخښه کول نۀ وؤ.
څېړونکي وایی دپاکستان په قبائيلي  سيمه جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستاني اؤامريکايي پوځيانو ترمينځه دډزو له امله  په سيمه کې سخت تاؤتريخوالى رامينځته شوى دى. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
printerfriendly.gif د چاپ دپاره

  نور مربوط خبرونه
ناټو : پاکستاني ځواکونو یې په هیلي کاپټرو ډزې کړې دي
 
  مهم خبر
ډي ايي خان :دجنازې دنمونځ په مهال چاؤدنې لږ تر لږه اته تنه  وژلي دي

  نور رپو ټونه
باجوړ : چاودنې د قامي مشر په گډون شپږ تنه وژلي دي
گيلاني : امريکا سره دبريدونو په هکله پټ تړون نۀ دى شوى
دسوات اؤ باجوړ عملياتو کې ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي
اسلام اباد: امريکايي سفيرې ته دبنو په بريد احتجاج شوى دى
نامعلومو وسله والو پخوانى جنرال امير علوي ووژلی  دی
سوات او  باجوړ کې شپږ کسان وژل شوي
بنو : ميزائيلي بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي
نيويارک:محکمې دډاکټر عافيه صديقي ذهني وضعيت ناسم بللى دى
د باجوړ او سوات خونړیو پېښو کې په لسگونو مړه
مائيکل مولن:طالبانوسره لا دخبرو وخت نۀ دى رارسيدلى
ایساف : پاکستاني ځواکونو سره په گډه یې جنگیالي په نښه کړي دي
پاکستان:امريکا سره دبريدونوپه اړه پټ تړون نشته 
پاکستان د خېبر لاره بېرته پرانسته
براک اوما:داسامه وژنه يانيونه ترټولومهم کاردى
سوات: ځانمرگي  بريدکې  څلورعسکروژل شوي
کرزى طالب مشرملاعمرته دجوړجاړي وړانديزکړى دى
واشنگټن پوسټ : پاکستان اؤ امريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو پټ تړون کړى دى
دپاکستان اؤ نړيوالې مالياتې پنگې ترمينځ دپوراخستنې تړون شوى دى
صدراعظم گيلاني : امريکا کې نوي حکومت جوړيدو سره به قبائيلي سيمو کې بريدونه بند شي
شمالي وزيرستان : ميزائيلي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي
مائيکل هيډن : القاعده د پاکستان قبایلي سیمې مرکز  په توگه کاروي
پيښور:دوسله والو په ډزو  دوه  بهرني خبريالان ژوبل شوي دي