VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

24 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پوهان وايي دامریکې اقتصاد د ښه کیدو په لوري روان دی

22/10/2009

A Citibank sign outside of the business, in Woburn, Massachusetts (file photo)
د امریکې سټي گروپ هم په هاغه کمپنو کې شامل وو حکومت لخوا ورته د دیوالیه کیدو نه د بچ کیدو لپاره پیسې ورکړی شوی دي
د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه دمالیاتووزات د هاغه فیصلې ستائنه کړې ده چې د غیردولتي مالیاتي ادارو مشرانویا ایگزیوز تنخواگاني دې تر نوي فېصد پورې کمي کړی شي کومو ادارو ته چې د حکومت لخوا د معا‍شي بدحالي په وجه د حکومت لخوا پیسې ورکړی شوې دي.
په عینې حال کې دامریکې اقتصاد په هلکه ورستي رپورټونه ښاي چې که څه هم په هیواد کې بې روزگاري زیاته شوې ده خو معا‍ش يي د ښه کېدو په لوري روان شوی دی.
معاش پوهان وايي چې د سږکال په ورستۍ پنځو میاشتو کې د امریکې معاش ددرې فیصده په شرح پرمختگ کړی دی، چې ښاي هاغه بدحالي چې په کال ٢٠٠٧ کې شوروع شوې وه په ختمیدوده.
د معاشې بدحالۍ په وخت کې چې په لویه شمیره کې امریکایان د بې روزگارۍ سره مخ وو او حکومت یو شمیر لویو کمپنو سره په غټه کچه مالې مرسته په دې غرض کړې وه چې د دیوالیه کیدو نه يي بچ کړي، یوشمیردغه کمپنو خپلو جگپوړو افسرانوته د میلینونو ډالروپه حساب غټې غټې تخواگانې او نور مراعات ورکړې دې.
خپله جمهوررئیس باراک اوبامه، د حکومت نورو چارواکو او عاموخلکو په دغه کمپنو نیوکې کړې دي.
او د زیارت په ورځ د مالياتو وزات بینک اف امریکا، امریکن انټرنشنل گروپ، سټې گروپ، کرائزلر، جنرل موټرز او ددوي د مالیاتو کمپنیو ته امر ووکړو چې د خپلو ٢٥ افسرانو غټې تنخواگاني دې تر نوي فیصده پورې کمې کړي. دغه امر به د راتلونکې میاشت پورې عملي کیږي.
ددغه گام د ستائنې په ترڅ کې باراک اوبامه وویل چې امریکا کې څوک د چا ددولت خلاف، د ښه کاراو د چاد کامیابۍ مخالفت نه کوي هغه ها غه کمپنۍ چې د ټیکس ورکونکو په پیسو د دیوالیه کیدونه بچ کړی شوي، د هغوي افسرانود خپل ځان لپاره غټې تنخوگاني ټاکلې دې چې د امریکا د اقدارو سرغړونه ده.
په امریکې شوې د اقتصادې پرمختگ په هکله پوهان وايي دا به ورسته معلومیږي چې دا معاشي ښه والی څومره قوي او دوام داره دی. خود پرمختگ نخښې نښانې څرگندې شوې دي.
په راتلونکې وخت کې د اقتصادې پرمختگ اټکل د ستمبر په میاشت کې د اقتصادي هلوځلو په اساس وولگول شوی دی.
پوهان د امریکې د اقتصادې ودې اندازه په کارخانو کې دکارد اوږدوالي، د شیانو لپاره د طلب او د سود د شرعې نه اخلي او دا تر ډیر حده پورې باوري اسباب گنړلی کیږي. او ښاې چې د هیواد اقتصاد په کوم لوري روان دی.
اقتصاد پوهه جاول نیروف وايي چې پرله پسې په شپږمه میاشت د اقتصاد پرمختگ ښاي چې معا‍شي بدحالي سر ته رسیدلې. په پراخه کچه عوامل په اقتصاد کې پرمختگ په گوته کوي اومعلومیږي چې اقتصادې وده پیل شوې ده.
خو پوښتنه داده چې ایا یوعام امریکنی وگړي هم دغه پرمختگ ويني؟ ممکنه ده چې د میلیننو په شمیره کې د رزوگار په لټون کې امریکایانولپاره دغه اقتصادي پرمختگ څه معنه نه لري.
دا وخت امریکا کې د بې روزگارۍ شرڅ ٩.٨ فيصده ده او اټکل دی چې که څه هم د پرمختگ خبرې کیږي، دبی روزگارۍ شرح به د لس فيصد نه هم زیاته شي.
د زیارت په ورځ د امریکې د رزوگار یا لیبرډپارټمنټ ادارې لخوا وړاندې کړی شوو معلوماتو ترمخه د هاغه امریکایانو شمیره چې په دې ورستۍ ورځو کې د کار نه لرې کړې شوي دي، د هغو‏ي شمیره ٥٣١،٠٠ رسیدلې ده. تیره هفته دغه شمیره ٥٢٠،٠٠ وه.
سټوارټ هاف مین چې پي این سي نومې مالي ادارې لپاره کار کوي وايي چې د سږ کال د شورو په مقابله کې په ورستۍ موده کې د هاغه خلکو په شمیره کې کموالی راغلی دی چې د حکومت نه د بې روزگاره کیدو له امله مرستې ته اړتیا لري.
ده سره سره دامریکې د مواصلاتو کمپنۍ ای ټي اینډ ټي او د برگرو کمپنۍ میک ډونلډزغټې گتي ترلاسه کړې دي.

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي