VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

25 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پوځي ادعا : سویلي وزیرستان عملياتو کې ١٥ نور طالبان وژلي

25/10/2009

[insert caption here]
 د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانوپوځي عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په دوؤ نورو سيمو شين غر او سپين کمر واک ترلاسه کړى دى او١٥ تندلاري يې وژلي دي.

د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانوپوځي عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په دوؤ نورو سيمو شين غر او سپين کمر واک ترلاسه کړى دى او١٥ تندلاري يې وژلي دي.

داتوارپه ورځ دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي دي جنوبي وزيرستان کې يې دتيريو شواروز په عملياتو کې ١٥ تندلاري وژلي دي.
پوځ خبر ورکړى دى چې په دغه عملياتو کې يو عسکر خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٣ نور ژوبل شوي دي.
پوځ پخپل بيان کې ويلي دي دتندلارو سره دسختې جگړې وروستو امنيتي ځواکونو دتارکونه نيرايي کنټرول ترلاسه کړى دى.
پوځ وايي  دغلته دعملياتو په مهال ٤ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده په يو گاډي کې ناست اووۀ تندلاري چې غوښتل يې دسيمې څخه وتښتي دپوځ سره دنښتې په مهال ووژل شول،
دپوځ وينا ده په دغه مهال عملياتو کې يو پوځي مشر خپل ژوند دلاسه ورکړو او درې نور ژوبل شول.
دپوځ وينا ده په شيروانگي سيمه کې دعملياتو په مهال ٣ تندلاري وژل شوي او په لويې مقدار يې وسلې لاس ته راوړي دي.
 بل لوري ته سرچينې وايي  امنيتي ځواکونو دسپين کمر او شين غر دکنټرول ترلاسه کولو ترلاسه کولو په ترڅ کې ٤ تندلاري هم وژلي دي.
همدغه راز په مومي کړم سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو عملياتو کې ٥ تندلاري وژل شوي او ٨ ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې په بدر، سام لدها او سره روغا سيمو بمباري کړې ده چې پکې دتندلارو دوه ځالې تباه شوي دي.
امنيتي ځواکونو دنوازکوټ سيمې هم دتندلارو څخه پاکې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ پوځ دپاکستاني طالبانو دپلرني کلي حکيم الله محسود کوټکۍ دواک ترلاسه کولو ادعا هم کړې وه. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي