 |
خبريالانو ته نوموړي ويلي دي پاکستان ته دخپل
سفر په مهال به دامريکا دبهرنيو چارو وزيره د جگړو دلاسه دبې کوره شوؤ
خلکو په ستونزو خبرې کوي او دژوند دبيلا بيلو څانگو سره دتعلق لرونکو وگړو
سره به هم وويني.
|
د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ويلي دي دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن پاکستان ته دځان سره هيڅ رقم شرطونه نۀ وړي،بلکې هغه چې پاکستان ته روانه ده نو ددغه هيواد داولس دپاره ځان سره ددوستۍ پيغام وړي.
خبريالانو ته نوموړي ويلي دي پاکستان ته دخپل سفر په مهال به دامريکا دبهرنيو چارو وزيره د جگړو دلاسه دبې کوره شوؤ خلکو په ستونزو خبرې کوي او دژوند دبيلا بيلو څانگو سره دتعلق لرونکو وگړو سره به هم وويني.
رچرډ هالبروک وويل ميرمن کلنټن به دپاکستان په سفر کې دحکومتي او سياسي مشرانو سره ويني او دهيواد په مهمو چارو به ورسره خبرې کوي.
دهغه وينا وه دهيلري کلنټن په دغه سفر کې به زيات پام دپاکستاني اولس حقيقي اړتياوؤ ته گرځول شوى وي.
دجمهوررئيس ځانگړي استازي وويل دميرمن کلنټن دغه سفر ته ځانگړى ارزښت ترلاسه دى او بايدددغه سفر څخه ښې هيلې ولرل شي.