VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

26 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
افغانستان کې دهيلي کاپټرو غورځيدو له امله ١٤ امريکايان وژل شوې دي

26/10/2009

A NATO helicopter flies west of Kabul, Afghanistan on Monday, 26 Oct. 2009
افغانستان کې د دریو بهرنو هیلې کاپټرونو د غوځیدو له امله ١۴ امریکاي عسکر وژل شوې دي. عکس کې د نیټو هیلې کاپټر لیدل کیږي چې د کابل په لویز کې الوت کوي
دافغانستان په جنوب او لويديز کې ديو هيلي کاپټر دغورځيدو او ددوؤ نورو دټکر کيدو له امله ١٤ امريکايان وژل شوي او ٢٦ کسان نور ژوبل شوي دي.
 ناټو پوځي ایتفلاف پخپل يو بيان کې دچورلکو دټکر کيدو او راپريوتو دپيښو پخلى کړى دى او وايي چې دغه پيښې ددښمن دکارروايۍ له امله نۀ دي رامينځته شوي.
ناټو وايي په لويديز افغانستان کې يې دنامعلومو وجوهاتو له امله يوه چورلکه پريوتې اؤ تباه شوې ده چې پکې ٧ امريکايي عسکر او ٣ امريکايي اولسي وگړي وژل شوي دي.
بيان کې دا هم ويل شوي دي چې په دغه پيښه کې ١٤ افغانان او ١٢ امريکايان ژوبل شوي دي چې پکې ٧ امريکايي عسکر او درې امريکايي اولسي وگړي شامل دي.
دايساف يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه دافغانستان په بادغيس ولايت کې رامينځته شوې ده.
له دې وړاندې ناټو په يو بيان کې ويلي وؤ په جنوبي افغانستان کې دگل په ورځ ٤ امريکايي پوځيان هاغه وخت وژل شوي کله چې دناټو ځواکونو دوه هيلي کاپټرې په هوا کې ديو بل سره ټکر شوې.
په دغه پيښه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.
دامريکايي پوځ کرنل ويني شينکس په دغه هکله ويلي دي ددغه دواړو پيښو پلټنې روانې دي.
په افغانستان کې دامريکا يي او ائتلافي ځواکونو لپاره سږنى کال زيات خونړى ثابت شوى دى او په روانه مياشت کې دغلته تراوسه ٣٠ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.  
په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو دمړينې په شميره کې دغه زياتوالى په داسې حال کې مخې ته راغلى دى چې په امريکا کې چارواکي افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږدولو يا نۀ ليږدولو په بحث کې بوخت دي.
طالبانو يا کومې بلې تندروه ډلې تراوسه ددغو الوتکو درانسکوريدو مسؤليت پخپله غاړه نۀ دى اخستى خو عموماً افغانستان کې دالوتکو دپريوتلو دپيښو مسؤليت طالبان په غاړه اخلي.

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي