د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې دپوځ په يو بل لوړرتبه مشر بريد شوى دى خو هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى دى.
دغه پيښه نن دنهې په ورځ په سيکټر I-9 کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپوځ يو بريگيډئير وقاص دخپلې مور او ډرائيور سره په خپل شخصي گاډي کې په سفر وو .
عيني شاهدان وايي دپوځي بريگيډئير دگاډي مخې ته وړاندې څخه ناستو وسله والو دهغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې گاډي ته سخت زيان ورسيدو خو په دغه بريد کې کومه مرگ ژوبله رامينځته نۀ شوه.
ددغه پيښې څخه وروسته بريدکوونکي دسيمې څخه تښتيدلي دي.
تيره اوونۍ هم په اسلام اباد کې په يو پوځي گاډي هم دغه رقم بريد ترسره شوى ؤ چې پکې يو بريگيډئير او يو حوالدار وژل شوي وؤ.
په اسلام اباد کې دپوځي افسرانو په ضد دبريدونو دغه پيښې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې دپاکستان پوځ دطالبانو په پياوړي مرکز جنوبي وزيرستان کې په عملياتو بوخت دى او ادعا کوي چې دغلته يې طالبان مات کړي او تيښتې ته يې اړ کړي دي.
پوځ وايي په دغه عملياتو کې يې د١٨٠ څخه زيات جنگيالي وژلي او دهغوي گڼې ځالې يې له مينځه وړي دي.
همدغه راز په عملياتو کې د٣٠ؤ پوځيانو دوژل کيدو راپورونه هم مطبوعاتو خپارۀ کړي دي خو ازادو سرچينو په دغه پوځي عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې تصديق نۀ دى کړى.
keywords: Pakistan, Islamabad, brigadier, attack, militants