VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

27 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاکستان دايران نيول شوي عسکرخوشې کړي دي

27/10/2009

Iran Flag
پاکستاني چارواکو هاغه ١١ ايراني عسکر خوشې کړي دي چې دگل په ورځ دپاکستان خاورې ته په وراوړيدلو دبلوچستان څخه پاکستاني پوځيانو نيولي وؤ.

 پاکستاني چارواکو هاغه ١١ ايراني عسکر خوشې کړي دي چې دگل په ورځ دپاکستان خاورې ته په وراوړيدلو دبلوچستان څخه پاکستاني پوځيانو نيولي وؤ.
دايراني چارواکو له مخې دغه نيول شوي ١١ کسان په سيستان بلوچستان ولايت کې ځايې پځايې کړل شوي دايران عسکر وؤ چې دخشاک په قاچاق کې دککړو کسانو په يو گاډي پسې دپاکستان خاورې ته وراوړيدلي وؤ.
دپاکستاني چارواکو له مخې په دغو ١١ؤ ايرانيانيو کې دپاسداران انقلاب ځواک درې عسکر هم شامل وؤ چې ديو څه وخت لپاره نيول شوي وؤ او دپلټنو څخه وروسته خوشې کړل شوي دي.
په پاکستان کې دايراني عسکرو دنيونې او خوشې کيدو دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې تيره اوونۍ دايران په سيستان بلوچستان ولايت کې ديو ځانمرگي بريد له امله ٤٠ کسان وژل شوي وؤ چې پکې زياتره دپاسداران انقلاب عسکر شامل وؤ.
تهران تور لگولى دى چې په دغه بريد کې دايران سُني تندروه ډله جندالله لاس لري چې دپاکستان بلوچستان سرحدي سيمې څخه ايران کې ترهه گريزفعاليتونه ترسره کوي.
پاکستان دايران دکورنيو چارو دوزير داوسنۍ دورې په مهال دجندالله په ضد دکارروايۍ په گډون دتندلاريتوب او گډوډۍ دپيښو مخنيوي لپاره دهر ې ممکنه مرستې باور ورکړى ؤ.
خو پاکستاني چارواکي وايي چې دجندالله مشر عبدالمالک ريگي په پاکستان کې نشته.
که هر څو دپاکستان او ايران ترمينځ په وروستيو کې اړيکوته کوم گواښ نۀ وپيښ شوى خو تيره اوونۍ په سيستان بلوچستان ايالت کې دځانمرگي بريد ترسره کيدو څخه وروستو په دغه اړيکو کې يو څه تريخوالى راغلى دى.

Keywords: Pakistan, Iran, military, Baluchistan, jandullah

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
ايران پاکستان نه د جندالله مشران غواړي
گيلاني: دترهگرو بې نقابه کولو کې به ايران سره مرسته کوؤ
 
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي