![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/afpAfghanistanUSTroops190_1.jpg) |
| د اکتوبر میاشت د امریکایي ځواکونو لپاره د اته کاله وړاندې پېل کړل شوي جگړې کې د ټولو خونړی دی |
ناټو وایي چې په سویلي افغانستان کې اته امریکایي عسکر او یو افغاني ملکي تن په دوه جلاجلا پېښو کې وژل شوي دي.
نړیوال ایتلاف وایي یو شمېر عسکر په دغه پېښو کې ژوبل شوي هم دي.
ژوبل شوي عسکر درملنې لپاره نزدې روغتون ته وړل شوي دي. ناټو د پېښو په اړه کوم نور تفصیل نه دی ورکړی.
ددغه امریکایي عسکرو د وژنې وروسته د اکتوبر میاشت د امریکایي ځواکونو لپاره د اته کاله وړاندې پېل کړل شوي جگړې کې د ټولو خونړی دی.
د نهې په ورځ په لکسمبرگ ښار کې د اروپایي ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان لپاره د نورو مرستو اعلان کړی دی.
اروپایي ایتلاف غېر پوځي امداد په لړ کې افغانستان ته په یو کال کې ١.٥ ملیارد ډالر ورکوي.