VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

28 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
هيلري : پاکستان سره داړيکو نوى باب پرانستل غواړو

28/10/2009

US Secretary of State Hillary Clinton (file photo)
د امريکا دبهرنيو چارو وزيری مېرمن کلنټن ویلي دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه يواځې دپاکستان جنگ نۀ دى او امريکا دپاکستان سره په دغه لړ کې زياتې مرستې کول غواړي.

د امريکا دبهرنيو چارو وزيری مېرمن کلنټن ویلي دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه يواځې دپاکستان جنگ نۀ دى او امريکا دپاکستان سره په دغه لړ کې زياتې مرستې کول غواړي.

دپاکستان په دري ورځني سفر اسلام اباد ته له رسيدو وروسته دخپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته ميرمن کلنټن وويل امريکا دپاکستان دحکومت سره داړيکو يو نوى بنياد ايښودل غواړي.
هغې وويل پاکستان ته په راتللو زياته خوشحاله شوې ده.
دبهرنيو چارو وزيرې وويل دترهگرۍ پر ضد جگړه کې امريکا دپاکستان دپوځ او ملت سره اوږه په اوږه ولاړه ده.
دهغې وينا وه دواړه هيوادونه دامنيت دسترو چيلنجونو سره مخ دي ځکه نو امريکا دا گڼي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه يواځې پاکستان پرمخ نۀ وړي بلکې امريکا يې هم ملگرې ده.
دبهرنيو چارو دوزيرې په دغه مهال دپاکستان دښيگړې دپاره دانرژۍ دپروگرام وکړو او وې ويل دتربيلا ډيم دتوان سيوا کولو په گډون به په گڼو نورو پروژو هم زر کار پيل کړل شي.
دهغې وينا وه امريکا دپاکستان سره دښوونې او روزنې ، دځاندرې دغوره والي او دروغتيا په څانگو کې هم مرستې کول غواړي.
 هغې وويل دپاکستاني چارواکو سره په ليدنه کې يې دستراتيژيکي خبرو اترو دلړۍ په بيا پيل کولو صلاح راغلې ده.
نوموړې په پاکستان کې دترهه گرۍ روان بهير وغندلو او وې ويل په بې گناه خلکو بريدونه يو بزدلانه گام دى.
په دغه مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يو نازک پړاؤ ته ننوتلى دى.
دهغه وينا وه امريکا اوس دافرادو پځايې اولس ته ارزښت ورکول پيل کړي دي چې دا ډيره دخوښۍ خبره ده.
ښاغلي قريشي وويل دسيمې په موجوده وضعيت کې پاکستان ته دهيلري کلنټن دغه سفر زيات ارښت لري او له دې امله به دامريکا او پاکستان اړيکې نورې هم پياوړې شي.
قريشي وويل امن ناکه او باثباته افغانستان دپاکستان او امريکا دواړو په گټه دى ځکه نو امريکا او پاکستان دواړه په افغانستان کې امن ته ليواله دي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې گټلو دپاره به امريکا او پاکستان ته په يو بل باور کول او امريکا ته به دپاکستان انديښنې له مينځه وړي وي.
دشاه محمود قريشي وينا وه مونږ دامن او باور په اساس اړيکې جوړول غواړو.
دامريکې دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن په داسې حال کې دپاکستان په درې ورځني سفر پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلې ده چې ددغه هيواد دصوبه سرحد سرښار پيښور کې يوې خونړۍ بمي چاؤدنې په پراخه کچ تباهي خوره کړې ده.
هيلري کلنټن به دخپل دغه سفر په مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او داپوزيسون مشرانو سره هم ليدنې کوي.
له دې وړاندې اسلام اباد ته په رسيدو ميډيا سره دخبرو په مهال هيلري کلنټن وويل دغلط فهميو له امله دپاکستان او امريکا اړيکې اغيزمنې راروانې دي خو هغه هڅه کوي چې پاکستان ته يې دسفر دلارې دغه اړيکې يو ځل بيا ښې شي.
هغې وويل غواړي ددواړو هيوادونو ترمينځ داسې اړيکې جوړې شي چې ورسره په پاکستان کې اقتصادي پرمختيا او جمهوري ادارې پياوړې شي.
 دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن دخپلې څوکۍ سمبالولو څخه وروستو پاکستان ته دا لمړى سفر دى.
هيلري پاکستان ته دغه سفر په داسې وخت کې کوي چې په پاکستان کې دامريکې لخوا دورکړل کيدونکي 7.5 ارب ډالرو دامدادي په کيري لوگر بل اوس هم انديښنې شته او مخالف گوندونه دغه بل دملکي خپلواکۍ په ضد بولي.
 اخوا دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط په يو بيان کې ويلي دي پاکستاني چارواکي به دامريکې دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو داودرولو په هکله خبرې کوي او دهيواد دا دريځ به يو ځل بيا مخې ته ږدي چې دغه کارروايۍ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گټورې نۀ ثابتيږي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي