VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

29 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پيښور: چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده

29/10/2009
Peshawar, North West Frontier in Pakistan
د پاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دچارشنبې په ورځ ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده.
په وژل شوؤ کې ١٥ ماشومان او ٢٧ ښځې شاملې دي.

د پاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دچارشنبې په ورځ ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده.

په وژل شوؤ کې ١٥ ماشومان او ٢٧ ښځې شاملې دي.
په دغه خونړۍ چاؤدنه کې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم وؤ چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى دى.
دچاؤديدونکو موادو څخه په ډک گاډي کې ترسره شوې دغه چاؤدنه دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پاکستان ته درسيدو څخه څو ساعته وروستو ترسره شوې وه او په پيښور کې شوؤ چاؤدنو څخه دغه تر ټولو لويه چاؤدنه وه.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو وينا ده چې په دغه چاؤدنه کې ١٥٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
دپيښې په ځايې کې تر ٤٠ؤ زياتو دوکانونو او کورونو ته زيان رسيدلى او دملبې لرې کولو کار نن په دوهمه ورځ هم روان دى.
دپوليس سرچينې وايي اوس هم دملبې لاندې يو شمير کسان ګير دي چې پکې د٢٤ؤ ساعتو تيريدو وروستو نن دزيارت په ورځ هم دځينو کسانو غږونه اوريدل شوي دي.
دسرچينو له مخې دشاوخوا دوکانونو او کورونو دړنگې شوې ملبې څخه نور ٨ مړي راويستل شوي چې ددې سره په چاؤدنه کې دوژل شوؤ مړو شميره ١٠٨ ته رسيدلې ده.
 دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددغه پيښې غندنه کړې او دا يې يو بزدلانه عمل بللے ؤ.
 که هر څو تر دې مهاله ددغه چاؤدنې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خو تيره ورځ دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په خبرو کې ويلي وؤ ددغه چاؤدنې ځيلې وزيرستان ته رسيږي او دغه چاؤدنه په وزيرستان کې دروانو عملياتو غبرگون کيدلى شي.
 دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دالقاعده او په القاعده پسې مربوط دځايې جنگيالو په ضد عمليات ترسره کوي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي وؤ تر اوسه دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې ٢٦٤ تندلاري او ٣١ پوځيان وژل شوي دي.



Pakistan, Peshawar, dead, blast, suicide,Keywords


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
پيښور: دبم خونړۍ چاؤدنه کې تر 91و زيات کسان وژل شوي دي
 
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي