|
|
|
هیلري کلنټن پاکستان کې دپرمختگ لپاره د امریکې مالي مرسته اعلان کړه
|
ډیوه ر یډیو
29/10/2009
|
|
 | د امریکې خارج وزیره هیلري کلنټن د پاکستان په لاهورښار کې دپاکستان قامي شاعرعلامه محمد اقبال په مزاريي حاضري اوکړه.
| د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن د پاکستان د سفر په مهال پاکستان کې د پرمختگ یو شمیر پروژولپاره د امریکې لخوا د مالي مرستي اعلان کړی دی چې پکې د تعلیم، دامنیت، د ښځو د خیر ښیگړې، د بې کوره شوو خلکو د مرستې او د زراعتو مدونه شامل دي. په ترجیحیې بنیادونو د امنیت خوندي کولو لپاره میرمن کلنټن د وزیراعظم یوسف رضا گیلاني سره د لیدو ورسته د ١٠٣ میلینه ډالرو مالي مرستې اعلان ووکړو. دغه پیسې به د سرحداتو په تحفظ او د قانون علمې کولو په منصوبو لگول کیږي. په دغه پیسو کې څه برخه به په صوبه سرحد کې پولیسواو د لویز په تربییه خرڅ کیږي. هغي دا اعلان هم کړی دی چې د پاکستان د کورنو چارو وزارت ته به پنځه نور هیوي هیلې کاپټرونه ورکړی کیږي. د کورنو چارو وزارت دا وخت ١۴ دارنگ هیل کاپټرونه او پنځه سیسنا جهازونه لري. په کال ٢٠٠٢ کې ددې پروگرام شورو کیدو ورسته امریکې ١١۴ میلینه ډالره خرڅ کړې دي. پاکستان کې د تعلیم د پرمختگ لپاره هیلرې کلنټن پنځه څلویښت میلینه ډالره او دتدوري له امله د بې کوره شووخلکو سره د مرستې لپاره هغې د شپږپنځوسومیلینه ډالرو امداد اعلان اوکړو. هم دغه رنگ میر من کلنټن د بینظیر انکم سپورټ پروگرام ته پنځه اتیه میلینه ډالره امداد هم اعلان کړو. ددغه پروگرام دلاندې د کم معاش کورنیو ښځوته هره میاشت ٢،٠٠٠ روپۍ ورکړی کیږي. د بجلۍ پیداوار زیاتولو، د زراعت په مد کې داوبه خورد مسلي مخنیوي او د زړو ټیوویلونو د مرمت لپاره هم میرمن کلټن د شپږو پروژولپاره مالي مرسته اعلان کړه. دبجلۍ پیداوار زیاتولو په مد کې دامریکې لخوا ما لي مرسته به په جامشورو، مظفرگړ، گډواو تربیلاکې لگول کیږي.چې له امله به پاکستان په مجموعې توگه١١٦.٢ میلینه ډالره هرکال بچت ووکړی شي. دې سره سره به د بجلۍ د ضایع کیدو مخنیوي په مد کې به هم امریکا د پاکستان امداد کوي. پاکستان کې هر کال دریمه برخه بجلي ضایع کیږي. او د بجلۍ ځني کمپنۍ خو نیم په نیمه د بجلۍ ضیاع سره مخ دي. میرمن کلنټن په لاهور کې په موبائیل ټېلي فون د لنډي پیغام د لارې دسماجي ټولني دجوړولو پرانسته هم ووکړه. دغې ټولنې ته به همارې اواز یا زمونږ غږ ویل کیږي او استعمالونکي به د ٧١١١شمیره ډائیله ولودلارې په دغه ټولنه کې برخه اخستی شي او دغه رنگ په کلتوري، اقتصادي او فرهنگي موضوعاتو خپلو کې ټولنې یا نیټ ورکینگ او ملگرتیاگانې جوړولی شي.
|
|
|