VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

02 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پوځ جنوبي وزيرستان کې دنورو جنگيالو دوژنې خبر ورکړى دى

02/11/2009

Pakistan army troops prepare to leave for patrolling during a curfew in Bannu, 17 Oct 2009
د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې روانو عملیاتو په برڅ کې يي نهه جنگیالي وژلې او نښتو کې دوه عسکر هم لمنځه تلې دي
دپاکستان پوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې نور ٩ جنگيالي او٢ پوځيان وژل شوي دي.
دپوځ دبيان له مخې امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې سرا روغه سيمه ددريوؤ اړخونو څخه پخپله گيره کې اخستې او دتندلارو په ضد عمليات پرمخ روان دي.
 دپوځ وينا په کاني گرم سيمه کې دلټونې او پاکونې عمليات روان دي دغه سيمه نيم په نيمه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې ده.
دپوځ وينا ده تندلارو په شکۍ کاني گرم کې دامنيتي ځواکونو په پوسته راکټونه داغلي دي چې له امله يې يو عسکر ژوبل شوي او په نزدې اسمانځه سيمه کې ٤ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده داسمان منځه او کاروان نيرايي څخه يې ٢ ترهه گر يې ژوندى سره دوسلو نيولي دي.
پوځ وايي دازبک جنگيالو دځالې کرامه کې دعملياتو په مهال يې په دروند مقدار کې وسلې، دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گادى او مائنونه ترلاسه کړي او تباه کړي دي.
پوځ ادعا کوي چې مکين سيمه يې هم ددريوؤ اړخونو څخه په گيره کې اخستې ده او دغلته پوځ پښې مضبوطوي او په دروند مقدار کې وسله يې لاسته راوړې ده.
پوځ خبر ورکړى دى چې په پټوک نيرايي يمه کې تندلارو سره دنښتې په مهال ٥ جنگيالي او ٢ عسکر وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
 دپاکستان پوځ ادعا کوي چې تر دې مهاله يې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې دځينو ازبک او نورو غيرملکيانو په گډون د٣٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژلي دي خو دازادو سرچينو څخه ددغه شميره ځکه نۀ شي تصديقيدلى چې سيمې ته غځيدلې ټولې لارې دپوځ په ولکه کې دي او دغلته دخبريالانو ورتگ ناممکن دى.
 

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي