VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

03 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
کرزی : اداري فساد به ختموم

03/11/2009

Hamid Karzai (File photo)
حامد کرزي  مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت وویل چې ادارې فساد افغانستان بدنام کړی خو د بډو رشوتونه ختمولو لپاره یې د کوم واضح پلان اعلان ونه کړو.

په دویم ځل د افغانستان جمهوررئیس جوړیدو وروسته، حامد کرزي ویلي د هیواد نه به بډې رشوتونه ختموي. نوموړي په کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت وویل چې ادارې فساد افغانستان بدنام کړی خو د بډو رشوتونه ختمولو لپاره یې د کوم واضح پلان اعلان ونه کړو.

له دې وړاندې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما   حامد کرزي ته دتيليفون له لارې په جمهوررئيس ټاکل کيدو مبارکي وويله او وې ويل چې  اوس وخت راغلى دى چې ددرغليو څخه پاکې واکمنۍ ته دودې ورکولو ترڅنگ دافغان امنيتي ځواکونو دتربيې  هڅې نورې هم چټک کړى شي چې دغه شان افغانانو ته دهغوي خپل امنيت ترلاسه شي.
دخبرو په مهال جمهوررئيس حامد کرزي وويل هغه دهيواد دټولو برخو څخه پخپل حکومت کې خلک شاملول غواړي.
President Barack Obama speaks about winning the Nobel Peace Prize, 09 Oct 2009
دامريکا جمهوررئيس براک اوباما    اوس وخت راغلى دى چې ددرغليو څخه پاکې واکمنۍ ته دودې ورکولو ترڅنگ دافغان امنيتي ځواکونو دتربيې  هڅې نورې هم چټک کړى شي چې دغه شان افغانانو ته دهغوي خپل امنيت ترلاسه شي.

حامد کرزي په طالبانو غږ وکړو چې هغوي په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره خبرو اترو ته چمتو شي.

 دافغانستان دجمهوري رياست په ټاکنو کې  دجمهوررئيس حامد کرزي  ديواځيني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا دټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دلاس پسر کيدو داعلان څخه   وروسته پرون  دافغانستان دټاکنو خپلواک کميسون  دصدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ ختم او حامد کرزى يې په ټاکنو کې ترټولو بريالى کانديد وگرځولو.
په واشنگټن کې خبريالانو سره دخبرو په مهال د امريکا جمهوررئيس براک اوباما وويل  حامد کرزي  ورته باور ورکړى دى چې هغه دوخت دضرورت څخه خبر دى.
اخوا دافغانستان گاونډي هيواد پاکستان جمهوررئيس  اصف علي زرداري هم خپل افغان سيال ته په بيا جمهوررئيس ټاکل کيدو مبارکي ويلي ده او دافغان حکومت او افغانانو سره يې دهغوي په پرمختيا کې دخپلې مرستې څرگندونه کړې ده. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
حامدکرزۍ یوارې بیا د افغانستان جمهوررئیس غوره کړی شوی دی
کابل : ډاکټرعبدالله عبدالله د ټاکنو بائیکاټ اعلان کړى دى
 
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي