VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

04 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
باجوړ : تندلارو دوه ښځينه استاذانې وژلي دي

04/11/2009

[insert caption here]
د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دتندلارو په ډزو دوه ښځينه استاذانې وژل شوي دي.
  
د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دتندلارو په ډزو دوه ښځينه استاذانې وژل شوي دي.

سيمه ايز انتظامي چارواکي عدالت خان دپيښې دجزئياتو څرگندولو په ترڅ کې خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه دباجوړ ايجنسۍ په پجه سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دوه ښځينه استاذانې دسکول درخصتۍ څخه وروسته دباجوړ دمرکز خار څخه په يو گاډي کې کور ته روانې وې.
 نوموړي وويل ددغو استاذانو په گاډي نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې دوه ښځينه استاذانې پۀ ټکې مړې او دوه کسان نور ژوبل شول.
دپاکستان په قبائيلي او دصوبه سرحد په سوات ، دير او شانگله سيمو کې دجينکو دتعليم مخالفو تندلارو تر دې مهاله دسوونو په شمير دجينکو سکولونه په بمونو الوځولي دي.
دغو تندلارو په تيره موده کې دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دجينکو په زده کړو بنديز لگولى ؤ او گواښ يې کړى ؤ چې که چا خپلې لوڼه سکولونو ته وليږلې نو دبدو عواقبو مسؤليت به يې دخپلې غاړې وي.
په باجوړ کې دوه کاله وړاندې تندلاري زيات منظم شوي او دحکومتي واک مخې ته اودريدلي وؤ، دغلته طالبانو په سړکونو دوسله والو گزمو ترڅنگ دخپلو شرعي محکمو اعلان هم کړى ؤ او زياتره اولسي پريکړې به طالبانو پخپله کولې.
تير کال داگست په مياشت کې امنيتي ځواکونو په باجوړ کې دتندلارو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړل چې دغو عملياتو دفرورۍ دمياشتې پورې دوام ولرلو.
په باجوړ کې دعملياتو دپايې ته رسيدلو سره سم پاکستاني پوځ دبرياليتوب ادعا کړې وه خو تر ننه په باجوړ کې دامنيت وضعه کړکيچنه ده او وخت ناوخته په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ دورانکارۍ يو شميرې پيښې رامينځته کيږي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى