 |
دشورو په ورځ دبرتانيې ددفاع محکمې پخپل يو بيان کې ويلي دي دغه پيښه دنهې په ورځ په هلمند ولايت کې رامينځته شوې ده.
|
په جنوبي افغانستان کې ديو افغان پوليس عسکر په ډزو پنځه برتانوي پوځيان وژل شوي دي.
دشورو په ورځ دبرتانيې ددفاع محکمې پخپل يو بيان کې ويلي دي دغه پيښه دنهې په ورځ په هلمند ولايت کې رامينځته شوې ده.
په بيان کې راغلي دهلمندپه نادعلي اولسوالۍ کې په يوه امنيتي پوسته افغان عسکر په برتانوي پوځيانو پرته له کوم خبرداري ناتاره ډزې کړي دي.
په افغانستان کې دبرتانوي پوځ يو وياند وايي دافغاني چارواکو سره په ګډه ددغه پيښې پلټنې پيل کړل شوي دي.
له دې وړاندې دبرتانيې وزيراعظم ګورډن براؤن په دغه پيښه دسخت خفګان څرګندولو په ترڅ کې ويلي دي دغه برتانوي پوځيان نۀ يواځې دافغانستان دخوندي کولو دپاره په جګړه بوخت وؤ بلکې دپاکستان او افغانستان دګډې پولې څخه چې برتانيې ته دترهه ګرۍ او تندلاريتوب له امله کوم ګواښونه څيلمه دي دهغې دمخنيوي لپاره يې هم هڅې کولې.
بايد وويل شي په افغانستان کې روان کال دبرتانوي پوځيانو لپاره زيات خونړى ثابت شوى او سږ کال په دغه هيواد کې دبرتانيې ٩٤ پوځيان وژل شوي دي.