 |
په امریکا کې مخالف گوند ریپبلېکن په دواو ایالتونو کې د گورنرۍ د انتخاباتو په گټلو خوشحالي لمانځي.
|
په امریکا کې مخالف گوند ریپبلېکن په دواو ایالتونو کې د گورنرۍ د انتخاباتو په گټلو خوشحالي لمانځي.
په ټاکنو کې د ریپبلېکن گوند رابرټ میکډونل په ورجینا کې د ډیموکریټ گوند کاندید گریگ ډیډز ته ماتې ورکړی.
او دغه شان یوځل بیا یې د ورجینیا ایالت د ډیموکریټ گوند نه واخستو.
هم دغه شان په نیوجرسۍ ایالت کې د گورنرۍ لپاره د ریپبلېکن امیدوار کرسټوفرکرسټي ډیموکریټ گوند سره تعلق لرونکي پخوانی گورنر جان کروزیان ته ماتې ورکړه.
څیړونکي وایي د انتخاباتو نتیجې ښی چې گڼ شمېر بې طرف رایی اچونکي د صدر اوباما د صحت او اقتصاد په اړه تگلارو نه مطمن نه دي.
څیړونکي وایي نتیجې ښایي چې مخالف ریپبلېکن گوند بېرته مضبوطیږي.