VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

05 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي

05/11/2009

[insert caption here]
    دملگرو ملتونو دادارې وياند عليم صديقي په دغه هکله ويلي دي دا مهال په افغانستان کې لږ ترلږه ١١٠٠ غيرملکي مامورين فعاليت کوي چې دهغوي دجملې څخه د٦٠٠ؤ مامورينودافغانستان خوندي سيمو ته دليږلو او دنورو ددغه هيواد څخه دويستلو پريکړه شوې ده.
ملگرو ملتونو دامنيت دانديښنو له امله خپل په سوونو غيرملکي مامورين په موقت ډول دافغانستان څخه بهر ليږدول پيل کړي دي.

دملگرو ملتونو دادارې وياند عليم صديقي په دغه هکله ويلي دي دا مهال په افغانستان کې لږ ترلږه ١١٠٠ غيرملکي مامورين فعاليت کوي چې دهغوي دجملې څخه د٦٠٠ؤ مامورينودافغانستان خوندي سيمو ته دليږلو او دنورو ددغه هيواد څخه دويستلو پريکړه شوې ده.
ملگرو ملتونو دغه پريکړه وروستو له هغې کړې ده چې تيره اوونۍ يې دافغانستان په پلازمينه کابل کې په يو ميلمستون ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 5 غيرملکي مامورين وژل شوي وؤ.
څيړونکي  دملگرو ملتونو دغه گام په افغانستان کې دثبات دټينگښت دپاره دنړيوالې ټولنې هڅو ته يوه ستره ضربه بولي  خو په کابل کې دملگرو ملتونو وياند دټولو پروژو ددوام هوډ څرگند کړى او ويلي يې دي   افغانستان څخه په عارضي توگه دمامورين بهر ته ليږلو سره به دمرستې فعاليتونه نۀ اغيزمن کيږي.
هغه دملگرو ملتونوپه ميلمستون دتندلارو دبريد په يادولو سره وويل  تيره اوونۍ چې کومه بده پيښه رامينځته شوې وه دهغې په نظر کې نيولو سره ملگرو ملتونو پريکړه کړې ده چې دامدادي فعاليتونو ترڅنگ به دخپلو مامورينو تحفظ هم  باوري کوي.
 

 


Keywords: united nations, relocation, international, Afghanistan, security 

E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى