VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

06 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
څیړونکي کتنه کوي چې ایا امریکا به افغانستان ته نورعسکر لیږي او که نه

06/11/2009

د جمهوررئیس حامد کرزۍ د نوي دورلپاره دټاکل کیدوورسته، توجه د جمهوررئیس باراک اوبامه هاغه فیصلې ته اوړیدلې ده چې ایا هغه به افغانستان ته نورامریکاي ځواکونه ولیږي اوکنه.
Pres. Barack Obama signs memorandum for closer consultation between Native American tribes and federal government at the Dept. of Interior in Washington, 05 Nov 2009
د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه. چاوراکي وايي په راتلونکو څو هفتو کې طمعه ده چې ښاغلی اوبامه افغانستان ته د نوروځواکونو په مسله فیصله اوکړي

څیړنکې وايي چې د کانگرس غړو لا تر اوسه په دې اتفاق نه دی ترلاسه کړی چې افغانستان کې د پرمختگ لاره څه ده.
څه دوه میاشتي وړاندې په افغانستان کې د امریکې اود نیټو پوځونو مشر جنرل سټنلې میک کرسټل خپل رپورټ کې د افغانستان لپاره په تگ لاره کې د بدلو خبره کړې وه او هلته يي د نورو امریکاي ځواکونو پرځاې کولو غوتنه اوکړه.
دمطبوعاتي رپورټونو ترمخه، جنرل سټنلی میک کرسټل د افغانستان لپاره د ۴٠،٠٠٠ نه د زیاتو عسکرو غوښتنه کړې ده، چې هلته د یاغیانو خلاف عملیاتو کې تیز والی راوستلی شي او افغان وولس ته تحفظ ورکړی شي.
جنر میک کرسټل وايي که په بیړنۍ توگه کوم گام وانه خستی شو او په راتلونکې کال کې د یاغیانو دچټکوالي مخه وونه نیولی شوه نو افغانستان کې د امریکې اهداف د ناکامۍ سره مخ کیدی شي.
واشنگټن کې د کاؤنسل آن فارن ریلیشنز څیړونکی میکس بوټ وايي چې امریکا په افغانستان کې جنگ ته په کلکه ولاړه ده خو پوښتنه داده چې ایا امریکا دا جنگ گټل هم غواړي او کنه ځکه چې تر دا وخت هم دومره ځواکونه افغانستان کې پرځای کړی شوي دې چې مرگ ژوبله خو ترسره کولی شي خو جنگ نشي گټلی.
څیړونکي په دې خبره هم اتفاق لري چې د جنگیالو خلاف کامیابي دې ته هم اړتیا لري چې د افغانستان حکومت دې قانوني وي اود وولس اعتباروو لري.
اوس چې حامد کرزۍ بیا ټاکلی شوی دی، امریکا به غواړي چې هغه خپل حکومت کې بدلون راولي ، د بډو رشوتونو مخنیوی اوکړي اویو شریک حکومت جوړکړي.
افغانستان کې د امریکې سفیر کارل اي کین بیري وايي چې هیواد کې د انتخاباتو ورسته د نړې والي ټولنې لپاره یوه موقع برابره شوې ده چې په شریکه کاراوکړي.
هغه اویل چې داسې گامونه دې واخستلی شي چې د افغانستان د حکومت زیات احتساب ووکړی شي، دبډورشوتونو مخه دې اونیولی شي او نړي واله ټولنه دې هم په دې هڅو کې خپل رول اولوبه وي.
په کاؤنسل ان فارن ریلیشنز کې د جنوبي اسیا د چارو څیړونکی ایلیکس تئیر وايي کې چرې افغانستان نه پوځونه دوخت نه وړاندې اوستلی شول نو افغانستان کې به بیا خانه جنگي شورو‍شي، طالبان به د هیواد ځنې برخې بیا په قبضه کې واخلي او ټوله سیمه به د بې سباطۍ سره مخ ‍شي.
هغه وايي دا ویرونکې صورتحال دی او تر داوخت چې کوم پرمختگ ترلاسه شوی دی دا هر څه به لوگی شي.
خودکانگرس ځنې غړي افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو مخالفت کوي.
د سینټ د پوځي چارو کمیټۍ مشر، سینیټرکارل لیون وايي افغانستان ته د نورو ځواکونو لیگلو وړاندې پکار ده چې زیاتي افغان عسکر تربییه کړی شي.
هغه وايي د افغانستان وولس په خپلو ځواکونوباورکوي او نظرپوښتني ښاي چې خلک د طالبانونه زیات دوې خوښوي.
سینیټر کارل لیون وايي هغه نه غواړي چې امریکاي عسکر دې افغانستان کې د قبضه کونکي پوځ په رنگ اولیدلی شي.
هغه زیاتوي که چرې افغانستان کې د امریکې پوځ زیات کړې شي نو طالبان به ددوې خلاف تبلیغات کوي چې دوې په افغانستان قبضه کړې ده.
د مارچ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان لپاره خپله تگ لاره د اعلانولو په مهال د امریکې صدر باراک اوبامه اویل چې ددې په ډاگا دا مقصد دی چې په دغه هیوادونو کې القاعدې ته ماتی ورکړی شي.
چارواکي وايي چې په راتلونکو څو هفتو کې طمعه ده چې باراک اوبامه به افغانستان ته د نورو امریکاي عسکرو لیگلو په مسله خپله فیصله اوکړي.   

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى