VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

06 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی

06/11/2009

[insert caption here]
د جمعې په ورځ يوځل بيا د پاکستان پايتخت  اسلام اباد کې نامعلومو وسله والودپوځ په يوبريگيډئيربريدکړى دى چې پکې دبريگيډئيرپه گډون دوه پوځيان سخت ژوبل شوي دي.
 
د جمعې په ورځ يوځل بيا د پاکستان پايتخت  اسلام اباد کې نامعلومو وسله والودپوځ په يوبريگيډئيربريدکړى دى چې پکې دبريگيډئيرپه گډون دوه پوځيان سخت ژوبل شوي دي.

دغه پيښه په I-8 سيکټر کې  رامينځته شوی د پاکستاني پوځ بريگيډئير سهيل دخپل کورڅخه دفترته دتگ په غرض په پراډوگاډي کې وتلو.
عيني شاهدان وايي کله چې دبريگيډئيرسهيل گاډى لويې سړک ته سم شونوپه دغه مهال په موټرسائيکل ناستودوؤ وسله والودهغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې چې پکې بريگيډئيرسهيل اؤ دهغه پوځي ډرائيورسخت ژوبل شول.
داسلام اباد دپوليسومشرطاهرملک دپيښې په هکله خبريالانوته ويلي دي پوليسو دپيښې دځايې څخه يوه تمانچه ترلاسه کړې دي خووسله وال په تيښته بريالي شوي دي.
دپاکستاني پوځ لخوا داکتوبر په ١٧مه نيټه  دتندلارو په ضد په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو څخه راپديخوا   په اسلام اباد کې دغه دريم بريد دى چې په کې پوځي بريگيډئيران په نخښه کيږى.
ددې ترڅنگ يواځې داکتوبر په مياشت کې دتندلارو لخوا دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې ١٨٠ پاکستانيان وژل شوي دي.
له دې وړاندې په سوډان کې دملگرو ملتونو دامن پوځ مرستيال کمانډر بريگيډئير معين احمد په گاډي داکتوبر په ٢٢مه نيټه داسلام اباد په G-11 سيکټر کې  په موټر سائيکل سپرو دوؤ وسله والو کسانو په خودکاره وسلو سره  ډزې کړې وې او هغه يې دخپل ډرائيور سره وژلى ؤ.
ددغه پيښې څخه وروستو هم داکتوبر دمياشتې په ٢٧مه نيټه دپوځ ديو بل بريگيډئير په گاډي وسله والوپه اسلام اباد کې بريد کړى ؤ خو هغه ته کوم زيان نۀ ؤ رسيدلى.
 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى