![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/South-Waziristan_2.jpg) |
| دخالي په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وويل
امنيتي ځواکونو په سرا روغه او جنډوله سيمه کې دطالبانو دواک لاندې يو
شمير مهمې سيمې دخپل واک لاندې راوستي دي |
د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې په جنوبي وزيرستان کې يې طالبانو په مهمو سيمو سراروغه او جنډوله کې خپلې پښې مضبوطې کړي او دتير يو شواروز په عملياتو کې يې نور ١٢ جنگيالي وژلي دي.
دخالي په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وويل امنيتي ځواکونو په سرا روغه او جنډوله سيمه کې دطالبانو دواک لاندې يو شمير مهمې سيمې دخپل واک لاندې راوستي دي.
پوځ وايي په سرا روغه کې يې ديو ودانۍ دننه پټ شوي څلور ترهگر هم دنښتې په مهال وژلي دي.
همدغه راز پوځ په لدها کې هم دپرمختگ ادعا کړې ده او وايي دطالبانو ددغه پياوړي مرکز دننه يې هم دطالبانو مهمې سيمې په لاس کې اخستي او وسلې يې ترلاسه کړي دي.
دپوځ ادعا ده چې دعملياتو په مهال يې په ځمکه کې کنستل شوى ٣٠ پوټه يو اوږد سرنگ هم موندلى دى.
پوځ وايي په لنډۍ نر سيمه کې تندلارو په يوه امنيتي پوسته دراکټونو بريد کړى چې پکې دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې اوس مهال پاکستاني پوځيان دمکين دختيزې برخې په پاکولو بوخت دي او دغلته يې تيره ورځ دترهه گرو يو گاډى هم په نخښه کړى چې پکې ٨ ترهه گر وژل شوي دي.
پوځ په دغه نښته کې ددوؤ پوځي افسرانو په شمول ددريوؤ پوځيانو دژوبل کيدو خبره هم کړې ده.
دپاکستان پوځ هره ورځ په جنوبي وزيرستان کې دبرياوؤ ترلاسه کولو ادعا کوي او وايي طالبان يې اوس له پښو غورځولي او دتيښتې په حال کې دي.
دجمعې په ورځ دپاکستان استخباراتي شبکوادعا کړې وه چې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسودهاغه پيغام يې ثبت کړى دى چې پکې هغه خپلو جنگيالو ته دپوځ په وړاندې داودريدلو غږ کړى ؤ.
پوځ ادعا لري چې ددريوؤ اوونيو په عملياتو کې يې خواؤشا ٤٠٠ تندلاري وژلي او دهغوي گڼې سيمې يې نيولي او مرکزونه يې ورله له مينځه وړلي دي.
ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې طالبان په جنوبي وزيرستان کې له دې خاطره پوځ ته دزيات مقاومت ښودلو څخه پرته خپلې سيمې او مرکزونه پريږدي ترڅو پوځ دغلته په بشپړ ډول وردننه شي او بيا غرونو ته ختلي طالبان دپوځ سره دجنگ په هکله يوه نوې تگلاره په کار واچوي.
خو دپاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وايي دطالبانو ليکو کې درزونه پيدا شوي او هغوي اوس ددې توان نۀ لري چې دپوځ مخې ته اودريږي.
دپاکستاني طالبانو ويانداعظم طارق په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا يواځې يو ځل دمطبوعاتو سره تماس نيولى او ويلي يې وؤ په عملياتو کې دهغوي ملگرو ته کم او پوځ ته زيات زيان اوښتى دى.
ازادې سرچينې دپوځ او طالبانو دغه رقم ادعاوې نۀ تصديقوي.