VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

07 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
گيلاني: قبائيلي سيمو کې دعملياتو وروسته به دبياودانۍ کار پېل کېږي

07/11/2009
Yousaf Raza Gillani
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ویلي دي په قبائيلي سيمو کې دعملياتو بشپړيدلو څخه وروسته به دبياودانۍ کار ته اوږه ورکول کيږي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ویلي دي په قبائيلي سيمو کې دعملياتو بشپړيدلو څخه وروسته به دبياودانۍ کار ته اوږه ورکول کيږي.

په قامي اسمبلۍ کې دوينا په وخت صدراعظم وويل بې کوره شوي خلک يواځې دحکومت نۀ بلکې دټول قام ستونزه ده او حکومت ددغو خلکو دپځايې کولو په لړ کې دامريکا، برتانيا ، جاپان او نورو هيوادونو دمرستوانتظار نۀ دى کړى.
ښاغلي گيلاني وويل حکومت دبې کوره شوؤ خلکو دمرستو دپاره دخپلې بوديجې ٥٠ اربه روپۍ بيلې کړي دي.
هغه وويل کله چې پوځ دنيغې لارې په نوم عمليات پيل کول نو دهغې څخه يوه ورځ دمخه مرکزي حکومت دصوبه سرحد حکومت ته يو ارب روپۍ ورکړې وې او ددې ترڅنگ حکومت دملاکنډ ډويژن بې کوره شوؤ خلکو ته طبي مرستې ، خوراکي مواد او هرې کورنۍ ته په بيرته ستنيدلو ٢٥ زره روپۍ هم ورکړي دي.
هغه وويل په کومو سيمو کې چې عمليات روان دي ، هلته ترهگر امنيتي ځواکونه او قانون پځايې کوونکې ايجنسۍ په نخښه کوي، ترڅو دپوځ او پوليسو مورال راټيټ کړي.
 دصدراعظم وينا وه مونږ دپوځ او دپوليسو دمورال غورځيدو دمخنيوي دپاره ريټائرډ پوځيان بيرته دپوځ ليکو ته راوستل.
يوسف رضا گيلاني وويل حکومت فاټا سيکرټريټ ته دوه نيم اربه روپۍ ورکړي دي چې ددې څخه هرې کورنۍ ته ٥ زره روپۍ او په بيرته تگ به ورته ٢٥ زره روپۍ ورکولى شي.
ښاغلي گیلاني وويل د وزيرستان، د ټولو قبائيلي او نيمو قبائيلي سيمو اکثريت خلک امن غواړي او وزير او محسود قبيلې هم په وطن مئينې دي.
هغه وويل حکومت دقبائيلي خلکو ستونزو ته توجو دى او هغوي به کله هم يواځې پرې نۀ ږدي.
دصدراعظم وينا وه دعملياتو پيل کيدو څخه دمخه دپارلمان دغړو او سياسي مشرانو باور ترلاسه کړل شوى دى.
هغه وويل دپاکستان ددوستانو دمرستو مقصد ملاکنډ او سوات دوړاندې څخه ښه کول دي او بايد ټول مرستندويه هيوادونه په دغو سيمو کې خپلې پنگې وکاروي ، ترڅو اغيزمن شوي خلک وگڼي چې دهغوي دپاره هم څه کيږي.
په دغه مهال صدراعظم دبې نظير دمالي مرستې دپروگرام مشرې فرزانه راجه ته هدايت وکړو چې دنيغې لارې په نوم عملياتو څخه اغيزمن شوي خلک هم په دغه پروگرام کې ورگډ کړي.
په پاکستان کې زياتره خلک داسې شکايتونه هم کوي چې دغه مرستې دسياسي تړاؤ په اساس ويشل کيږي او زياتره مرستې هاغو کورنيو ته ورکول کيږي چې دسياسي خلکو سره روابط لري.

eywords Pakistan, army, military, taliban, militants, FATa, reconstruction


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى