VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

08 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي

08/11/2009

Peshawar, North West Frontier in Pakistan
د پاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په متنو سيمه کې دڅاروؤ ديوې لويې منډۍ سره نزدې په شوي ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي  او شاوخوا ٣٦ ژوبل شوي دي
 د پاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په متنو سيمه کې دڅاروؤ ديوې لويې منډۍ سره نزدې په شوي ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي  او شاوخوا ٣٦ ژوبل شوي دي.

په وژل شوؤ کې ځايې ناظم عبدالمالک هم شامل دى .
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون رسول شوي دي خو سرچينې وايي دغلته هم دزياترو حالت مرگونى دى چې له دې امله دمړو په شمير کې  دزياتوالي انديښنه ده.
  دضلعي انتظاميې مشر صاحبزاده انيس خبريالانو ته ويلي دي   داتوار په ورځ سحر ٩ بجې يو ځانمرگي تن دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى  هاغه مهال  وچاؤدولو کله چې ناظم عبدالمالک دخپل ميلمستون څخه بهر ديو شمير ميلمنو سره ولاړ وؤ.
دپيښور په ليډي ريډنگ روغتون کې يو ډاکټر مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي په دغه پيښه کې ١٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ژوبل شوي دي.
دروغتون دسرچينو له مخې په وژل شوؤ کې دوه ماشومان هم شامل دي.
 دعيني شاهدانو  وينا ده ددغه ځانمرگي بريد په وخت په لسگونو کسان دڅاروؤ په منډۍ کې دلويې اختر دقربانۍ لپاره دڅاروؤ په اخستو او خرڅولو کې بوخت وؤ.
ددغه چاؤدنې له امله نزدې گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
بايد وويل شي عبدالمالک په تير وخت کې دطالبانو دغورځنگ سره   ملگرى  پاتې شوى ؤ خو په کال ٢٠٠٨ء م کې هغه دطالبانو دغورځنگ څخه بيل شو او په سيمه کې يې  دطالبانو دمخ په زياتيدونکو فعاليتونو ختمولو لپاره يو لښکر وويستلو.
په هغه له دې وړاندې هم دتندلارو لخوا وژونکي بريدونه شوي وؤ خو نوموړى دغه بريدونو څخه ژوندى وتلى ؤ.
او ددغو ټولو بريدونو پړه په خيبرايجنسۍ او دره ادم خيلو کې په موجود تندلارو اچول شوې وه خو داتوار په ورځ په متنو کې دترسره شوي دغه ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې دمه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
داکتوبر په نيمايي کې جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دځانمرگي بريدونو او دترهه گرۍ نورې دغه رقم پيښو کې چټکتيا راغلې ده.
تيره مياشت دپيښور په مصروف مينه بازار کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ چې پکې گڼه شميره دښځو او ماشومانو وه.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى