VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

08 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
دوزيرستان او مومندو عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي

08/11/2009

[insert caption here]
د پاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې ٢٠ جنگيالي وژل شوي او ديو پوځي افسر په گډون ٨ عسکر ژوبل شوي دي
 د پاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې ٢٠ جنگيالي وژل شوي او ديو پوځي افسر په گډون ٨ عسکر ژوبل شوي دي.
   پوځ  پخپل بيان کې ويلي دي شکۍ او کاني گرم سيمې يې په بشپړ ډول دخپل واک لاندې راوستي او دغلته يې دلټونې عمليات ترسره کړي دي.
دپوځ له مخې په بنگل خيل، کونډ ميله، گوت سورۍ ،گاډووايي، توتۍ او لنگرخيل سيمو کې يې دلټونې او پاکونې عمليات ترسره کړل او په دروند مقدار کې وسله وال او چاؤديدونکي مواد لاسته راوړي دي.
  دپوځ له مخې په دغو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ١٢ ترهه گر وژل  شوي او ديو افسر په گډون ٨ عسکر ژوبل شوي دي.
 پوځ وايي په گډاوايي سيمه کې يې دبمونو جوړولو يوه فابريکه هم موندلې ده او يو شمير بمونه يې لاسته راوړي دي.
 دپوځ وينا ده   درزمک او مکين په بهادرخيل، وچوبه او منځه کايي سيمو کې يې دلټونې عمليات ترسره کړي دي.
پوځ زياتوي په بلنکي سر، لوگر منځه، کونډميله او مکين سيمو وسله والو جنگيالو په راکټونو او سپکو وسله سره بريدونه کړي دي او نښته کې يې ٥ ترهه گر وژلي دي.
پوځ داهم وايي چې  امنيتي ځواکونه دسراروغه، رغزۍ، ساگرلنگر څخه گيرچاپيره پښې مضبوطوي  او دغلته يې په نښته کې درې ترهه گر وژلي دي دي.
سرچينې وايي  دجنوبي وزيرستان په مهمو مرکزونو لدها، سرا روغه او مکين ته دپوځ دورننوتلو څخه وروستو اوس په لويې شمير کې جنگيالي شمالي وزيرستان، اورکزۍ او کرمې ايجنسۍ ته تيښته کوي.
دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې دتندلارو دمخنيوي لپاره په رزمک سيمه کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو پځايې کړې او په کوزه کرمه ايجنسۍ کې هم دتندلارو په ضد دلټونې عمليات روان دي.
 شاوخوا ٣٠ زره پاکستاني پوځيان دا مهال په جنوبي وزيرستان کې ديوې اندازې مطابق د١٠ؤ زرو  تندلارو په ضد په ځمکنيو عملياتو بوخت دي او هغوي ته دجيټ الوتکو او جنگي هيلي کاپټرو ملاتړ هم ترلاسه دى.
دپاکستان پوځي او حکومتي چارواکي  داکتوبر د١٧مې نيټې څخه په جنوبي وزيرستان کې  پيل کړل شوؤ عملياتو کې د458 طالب جنگيالو  دوژنې ادعا کوي او وايي په دغه جگړه کې يې يواځې 42 پوځيان  وژل شوي خو ازادو سرچينو ددغه ادعا پخلى نۀ دى کړى.
 په جنوبي وزيرستان کې دپوځ او طالبانو ترمينځ دجگړې له امله ددوه نيمو لکو څخه زيات کسان بې کوره شوي او ملگرو ملتونو په پاکستان ټينگار کړى دى چې په عملياتو کې داولسي خلکو امنيت باوري کړي.
 دپاکستان قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ کې  دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ١٠ جنگيالي او دوه پوځيان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دمهمند ايجنسۍ دبايزۍ تحصيل په چمر کنډ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينح نښته کې ١٠ تندلاري وژل شوي دي.
تندلارو سره نښته کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دمهمند ايجنسۍ په بايزۍ تحصيل کې دڅو اوونيو څخه دتندلارو په ضد عمليات روان دي او په دغو عملياتو کې گڼ شمير تندلاري ژوندي هم نيول شوي دي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى