VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پيښور: ځانمرگي بريد کې ديو عسکر په گډون ٤ کسان وژل شوي دي

09/11/2009

[insert caption here]
پیښور کې شوې د یوې ځانمرگي برید ورسته د منظر عکس
دپاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې پرله پسې په دوهمه ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ديو پوليس عسکر په گډون څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه نن دگل په ورځ دپيښور په رينگ روډ لطيف اباد سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې پوليسو دڅارنې په يو پاټک يوې شکمنې رکشې ته داودريدلو وينا وکړه.
پوليس چې کله ددغه رکشې دلټونې په غرض درکشې خوا ته ورروان شول نو په رکشه کې ناست ځانمرگي تن ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې دوحيدالله په نوم دپوليسو يو عسکر او په رکشه کې ناست درې کسان ووژل شول.
دپيښور دپوليسو مشر يا ايس ايس پي کريم خان ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دپيښې دځايې څخه په لږه فاصله کې په يو مارکيټ اور لگيدلى ؤ او گڼ پوليس او عام خلک ددغه اور په خوا کې راجمع شوي وؤ.
ښاغلي کريم خان وويل داسې معلوميده ځان وژونکي غوښتل داور ځايې ته ځان ورسوي او هلته ځان پسې تړلي بارودي مواد وچوي.
دپوليسو مشر وويل پوليسو دخپل ځان په پرواه نۀ کولو دورانکارۍ دغه ستره دسيسه شنډه کړې ده.
هغه وويل کۀ چرې ځان وژونکى داور لگيدلو ځايې ته رسيدلى وى نو هلته به ځانمرگي بريد زيات نقصان اړولى وى.
دپيښورد ضلعي انتظاميې دمشر صاحبزاده انيس وينا ده په دغه ځان وژونکي بريد کې ديو عسکر او ځانمرگي په گډون ٤ کسان وژل شوي دي.
ښاغلي انيس خبريالانو ته ويلي دي په پيښور کې دا مهال کلک امنيتي گامونه اخستل شوي او پوليس ښار ته په راننوتونکو لارو دشکمنو گاډو او خلکو سخته لټه کوي.
بايد وويل شي پرون هم دپيښور سره نزدې په متنو سيمه کې دڅاروؤ ديوې منډۍ مخې ته په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دسيمه ييز ناظم او دامن دلښکر دمشر عبدالمالک په گډون ١٦ کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت دپاکستاني طالبانو غورځنگ په غاړه اخستى ؤ خو دگل په ورځ دترسره شوي ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو سره سم په صوبه سرحد او دهيواد په نورو بيلا بيلو برخو کې دځانمرگي بريدونو او بمي چاؤدنو لړۍ تنده شوې او يواځې په صوبه سرحد کې ترسره شوؤ دورانکارۍ دغه رقم پيښو کې د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.  

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى