VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي

10/11/2009

[insert caption here]
 د صوبه سرحد دسرښار پيښور سره په پيوست چارسده سيمه کې ديو ځانمرگي بريد له امله 20 کسان وژل شوي او  ٣٠   نور ژوبل شوي دي.
 
د صوبه سرحد دسرښار پيښور سره په پيوست چارسده سيمه کې ديو ځانمرگي بريد له امله 20 کسان وژل شوي او  ٣٠   نور ژوبل شوي دي.

 دغه چاؤدنه دنهې په ورځ ماذيگر مهال دچارسدې په فاروق اعظم چوک  کې ديو گاډي دننه دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده.
په سيمه کې امدادي هلي ځلي روان دي او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دچارسدې او پيښور روغتونونو ته رسول شوي دي.
دپيښې په ځايې کې ولاړو گاډو  ته زيان رسيدلى يو شمير دوکانونه تباه شوي دي.
دچارسدې دپوليسو مشر رياض خان خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي دچاؤدنې څخه لږه شيبه  وړاندې دهغه گاډى ددغه ځايې څخه تير شوى ؤ.
نوموړي وويل په دغه چاؤدنه کې 20 کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
دصوبه سرحد دقانون وزير ارشد عبدالله په سمدستي توگه په دغه پيښه کې دلسو کسانو دوژنې پخلى کړى او پيښه يې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد  دروانو پوځي  عملياتو غبرگون گرځولى دى.
دپاکستان دپوځ لخوا داکتوبر دمياشتې په نيمايي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دغه رقم دترهه گرۍ پيښو زور نيولى دى.
پرون هم دپيښور په لطيف ابادسيمه کې په پوليسو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ٤ کسان وژل شوي وؤ. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى