VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
مومندايجنسۍ :نښتو کې لس جنگيالي او دوه عسکر وژل شوي دي

11/11/2009

Mohmand Agency
د افغانستان دپولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه مومندايجنسۍ کې امنیتی ځواکونو او طالب جنگیالو تر منځ نښتو کې لس جنگیالي او دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د افغانستان دپولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه مومندايجنسۍ کې امنیتی ځواکونو او طالب جنگیالو تر منځ نښتو کې لس جنگیالي او دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي.

دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل تيره شپه دمومندايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ امجدعلي او دمهمند رائفلز کمانډنټ کرنل سيف الله دخوائيزو او بائيزو سيمو څخه له ليدنې وروسته راروان وؤ چې دلښکر کلي سره دهغوي دگاډو په کاروان دنامعلومو وسله والو له لوري بريد وشو.
سرچينې  وايي په دغه بريد کې وسله والو دامنيتي ځواکونو څلور گاډي او 52 عسکر دځان سره ژوندي تښتولي وؤ،خو په دغه بريد کې پوليټيکل ايجنټ او دمهمند رائفلز مشر ته کوم زيان نۀ ؤ رسيدلى.
سرچينې وايي نن سحر دلښکر کلي سره نزدې دتښتول شوؤ دوؤ عسکرو مړي په داسې حالت کې موندل شوي چې سرونه ترې پرې کړل شوي دي.
دسرچينو له مخې دامنيتي ځواکونو دتښتول کيدو څخه وروسته امنيتي ځواکونو په غنم شاه او بيدمنۍ سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې دهوا څخه په نخښه کړي دي چې پکې ١٠ طالبان وژل شوي دي.
دبايزو سيمې دپاره دپوليټيکل ايجنټ مرستيال يا اى پي اى مقصودحسن خبريالانو ته ويلي دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ١٠ تندلاري وژل شوي دي.
اى پي اى دا هم ومنله چې دهغوي ځينې عسکر دتندلارو لخوا تښتول شوي خو ددغو عسکرو دقيقه شميره يې په ډاگه نۀ کړه.
هغه وويل دامنيتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې زياتره تښتول شوي عسکر راخلاص کړل شوي دي ، خو يو څه اوس هم ورک دي.
دامنيتي ځواکونو سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دتښتول شوؤ 52ؤ عسکرو دجملې څخه دا مهال ١٠ عسکر بې درکه دي.
دپاکستاني طالبانو غورځنگ يا بلې کومې تندروه ډلې ددغه پيښې مسؤليت تر دې دمه په غاړه نۀ دى اخستى او نۀ هم دپاکستان حکومتي او پوځي مقاماتو دمهمندو په بايزو سيمه کې درامينځته شوې دغه پيښې په هکله خپل دريځ څرگند کړى دى. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى