VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پيښور:د بدامنۍ له امله کاروبارونه خراب , اولس پريشانه

11/11/2009

[insert caption here]
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل حکومت په دې خبره پوهه دى چې خلک پريشانه شوي او هيلې لري چې بيرته دژوند تيرو رنګينيو او خوشحاليو ته وګرځي.

د پاکستان په قبائيلي سيمو او صوبه سرحد کې دپوځ لخوا دترهګرو او تندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ پوځي عملياتو له امله که يو خوا په صوبه سرحد کې دامن ګډوډې وضعې ددغه صوبې اولس دسختو انديښنو سره مخ کړى دى نو بلخوا په صوبه سرحد کې دخلکو په روزګارونو هم بدې اغيزې شوي او دخلکو په معاشي ستونزو کې زياته اضافه شوې ده.

صوبايي حکومت وايي په راتلونکو دوؤ مياشتوکې به دامنيت وضعيت ښه او داولس ستونزې کمې شي خوحکومت دوضعيت دښه کيدلوپه بابله دخپل ډاډپه اړه هيڅ دليل په لاس کې نۀ لري اؤ يوازځې دوزيرستان عملياتوته خوشبينه دى.
دصوبه سرحد سرښار پيښور چې يو وخت به پکې په سړکونو دګاډو لويې لويې قطارونه ليدل کيدل او په بازارونو کې به يې دزيات رش له امله پياده خلکو لاره نۀ موندله.
دترهګرۍ دڅو تيرو پيښو راپديخوا اوس نۀ يواځې په سړکونو دګاډو چلن کم ليدل شي بلکې په بازارونو کې هم رش دنيم په نيمه څخه کم شوى دى.
دا مهال يواځې هاغه خلک بازارونو ته تګ کوي چې يا خو دغلته ورځنۍ کاروباري چارې ترسره کوي او يا زياته اړتيا لري.
دخوف او ويرې څخه په ډکه فضاء کې دخيبر بازار په فټ پاتهـ ناست يو چابړي فروش عمر خان چې دتيرو ١٢ؤ کالو راهسې دغلته دسړک په غاړه چړې ،چاقوان ، جرندې او ناخن تراشونه خرڅوي ډيوه راډيو ته وويل هغه چې اوس هر سحر دکوره را اوځي نو باوري نۀ وي چې ژوندى به کور ته ستون شي.
عمر خان وايي بوډۍ مور، ميرمن او بچي يې هم خيبربازار ته دهغه په تګ زيات پريشانه وي خو هغه که هر سحر دلته روزګار له رانۀ شي نو دژوند چارې به يې په ټپه اودريږي.
عمر خان وايي مخکې چې دبمونو دچاؤدنو ويرې نۀ وې دسحر نه تر ماښامه به يې پينځه ، شپږ سوه روپۍ مزدوري کوله خو اوس په گرانه سل يو نيم سل روپۍ ګټي .
هغه خپلې مزدورۍ کې دکمي علت بازارونو ته دخلکو کم تګ وښودلو.
همدغه راز دپيښور دفردوس سنيما مخې ته ولاړ درکشې يو ډرائيور ذبيح الله چې دبخشو پل اوسيدونکى دى هم په روزګار دبدو اغيزو څخه پريشانه ؤ.
Pakistani officials collect evidence at scene of explosion in Peshawar, 2 Jul 2009
په صوبه سرحد کې دامن ګډوډې وضعې ددغه صوبې اولس دسختو انديښنو سره مخ کړى دى نو بلخوا په صوبه سرحد کې دخلکو په روزګارونو هم بدې اغيزې شوي او دخلکو په معاشي ستونزو کې زياته اضافه شوې ده.
ذبيح الله ډيوه راډيو ته وويل دامن دخراب وضعيت له امله اوس خلک دکورونو څخه ډير کم بهر ته اوځي او هغه ټوله ورځ رکشه تشه توره په سړکونو ګرځوي.

دنوموړي وينا وه کۀ سورلۍ پيدا هم کړي نو دګاز يا سي اين جي نرخونه دومره ختلي چې درکشې ډرائيورانو ته هيڅ ګټه نۀ پاتې کيږي.
هغه وويل هره ورځ چې دښار په سړکونو ګرځي ، نو په ځان ايت الکرسي چوف کوي او دمرګ دويرې سره هره لحظه مخ وي.
دپيښور په ګنج سيمه کې دځمکو يو دلال يا پراپرټي ډيلر حاجي عثمان هم ډيوه ريډيو سره په خبرو کې پخپل روزګار دشوؤ بدو اغيزو څخه سر وټکولو.
حاجي عثمان وويل کله چې دلته د بمونو چاؤدنې او ځانمرګي بريدونه نۀ ؤ نو دځمکو روزګار ډيره وده موندلې وه او حتي لويې لويې پنګه وال ، سرکاري ملازمان او افسران دې کاروبار ته راوتلي وؤ.
دهغه په وينا مخکې به ځمکې خلکو په ګرانو نرخونو اخستې او په يوه اوونۍ کې چې به چا پلاټ واخستو نو ديوې اوونۍ دننه به يې ورله درې، څلور لکه روپۍ ګټه کوله،خو اوس خلکو دځمکو دکاروبار څخه خپلې پيسې واپس وويستلې او په بينکونو کې يې خوندې کړې.
هغه وويل په پيښور کې به مخکې دکرايه کورونه ډير په ګرانه په درنو، درنو کرايانو ترلاسه کيدل خو اوس داسې ډير کورونه شته چې خلکو دخرڅ دپاره جوړ کړي او دنۀ خرڅيدلوله امله ورته جرندې پرتې دي خو څوک يې په کرايه نه نيسي.
دصوبه سرحد حکومت داخبره مني چې دترهه ګرۍ په ضد دروانې جګړې له امله په اولس کې د امنيت دانديښنو ترڅنګ دخلکو په روزګار بداغيزې شوي دي.
 خوحکومت وايي ددغه وضعيت نه داولس دويستلو دپاره ورسره دجنګ څخه پرته بله لار نۀ ده پاتې شوې.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل حکومت په دې خبره پوهه دى چې خلک پريشانه شوي او هيلې لري چې بيرته دژوند تيرو رنګينيو او خوشحاليو ته وګرځي.
خوهغه وويل مونږ ته به دا هم منل وي چې دا جنګ دى او په جنګ کې داولسونو په ژوند ارو مرو بدې اغيزې کيږي.
ښاغلي افتخار حسين وويل اوس چې مونږ کومه جګړه کوؤ دا د کوم هيواد سره نۀ ده چې پوله او مرکز يې معلوم وي، بلکې داجګړه دهاغو خورو ورو ترهه ګرو سره ده چې په کوم ځايې کې يې لاس بر شي بې ګناه انسانان وژني.
نوموړي وويل کوم خلک چې ددې جګړې له امله اغيزمن شوي دي يواځې هم ددغو خلکو په مرسته حکومت دا جګړه دبرياليتوب درشل ته ننويستلى شي.
داطلاعاتو وزير وويل څنګه چې مونږ په سوات او ملاکنډ کې ترهه ګرو ته ماتې ورکړه او دهاغه ځايې اولسونو دسکون ساه واخسته، دغه شان به په وزيرستان او نورو قبائيلي سيمو کې هم ترهه ګرو ته ماتې ورکوؤ او اولس به دهغوي دشر څخه ژغورو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې دغه جګړه به نور څومره وخت واخلي؟ ميا افتخار حسين وويل دا جګړه به تر هغې دوام ومومي ترڅو چې په بشپړ ډول دترهه ګرو نوغى نۀ وي ويستل شوى.
خو ددې ترخنګ ښاغلي افتخار حسين ډاډ څرګند کړو چې په دوؤ مياشتو کې به دامن وضعيت تر يو څه حده ښه شي او داولس په ستونزو کې په کمى رامينځته شي.
ميا افتخار حسين په دوؤ مياشتو کې دوضعيت دښه کيدو په بابله ډاډ يواځې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله لري، خو څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې په سوات او ملاکنډ کې ترسره شوؤ کومو پوځي عملياتو کې حکومت دبرياليتوب ادعاوې کوي تر دننه په هاغو سيمو کې خلک دخپل امن په بابله ولې ډاډه نۀ دي؟


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي
ترهگر به اوس د صوبې لاندې قبایلي سیمو کې محاکمه کېږي
رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي
اوباما : افغان حکومت لپاره مو ښکاره حدفونه ټاکلي دي
جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي
جنرال کياني : پاکستان  دکورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دى