VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
گيلاني : دورانکارۍ پيښې دترهګرو پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى

11/11/2009

[insert caption here]
د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ویلي دترهگرۍ پر ضد ټول قام يو موټى دى او په هيواد کې اوسنۍ رامينځته شوې دورانکارۍ پيښې دترهګرۍ پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى.
    
د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ویلي دترهگرۍ پر ضد ټول قام يو موټى دى او په هيواد کې اوسنۍ رامينځته شوې دورانکارۍ پيښې دترهګرۍ پر ضد دروانو عملياتو غبرګون دى.

ښاغلي گيلاني وويل اوس ترهگر امنيتي ځواکونه او قانون پځايې کوونکې ادارې په نخښه کوي.
دهغه وينا وه په سوات کې دتندلارو په ضد دکاميابو عملياتو څخه وروستو اوس په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي چې له امله يې ترهه گر دپښو څخه پريوتې دي.
گيلاني دا هم وويل چې داولس په مرسته به ترهه گرو ته په ماتې ورکولو کې بريالي کيږو. يوسف رضا گيلاني وويل اوس په هيواد کې دامريت تور دور ختم شوى او زمونږ پوځيان دترهگرو ځالو ته ورننوتلي دي.
دهغه وينا وه دا مهال هيواد ته کورني او بهرني چيلنجونه پيښ دي چې دمقابلې لپاره يې حکومت گامونه اخلي.
 وزيراعظم گيلاني دجمهوررئيس اصف علي زرداري په هکله دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دڅرگندونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل  ٨ کاله په غير قانوني توگه دحکومت کوونکي پرويز مشرف څخه هم ددغه رقم بيان هيله کيدلى شوه.
ويلي دي داين ار او په هکله به دسترې محکمې پريکړه منو.
دچارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په وخت وزيراعظم وويل زمونږ دا خوښه نۀ وه چې گنې اين ار او  پارلمان ته راوړل شي  اودغه شان مو دسترې محکمې دپريکړې له امله وکړل خو دايوان رايې وه چې دغه صدارتي امر پارلمان ته وړاندې نۀ کړل شي ځکه نو مونږ دايوان رايې ته درناوى ولرلو.
هغه وويل کۀ چرې مونږ پارلمان ته اين ار او راوړل غوښتل نو دسترې محکمې دامر څخه وړاندې مو راوړلى شوه.
نوموړي وويل داين ار او څخه دگټه پورته کوونکو نمونه به پارلمان ته راوړلى شي او کله چې دسپيکر لخوا اجازه ورکړل شي نو اړونده چارواکي به فهرست جوړ دپارلماني چارو وزارت ته به يې وسپاري.
دنهې په ورځ په قومي اسمبلۍ کې داپوزيسون مشر چوهدري نثارعلي خان ويلي وؤ پخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف پخپل بيان کې دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري  سپکاوى کړى دى  او  حکومت او پيپلز گوند ته پکار ده چې  په دې احتجاج وکړي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي