 |
د پاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په مهال په
جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې نور ٧ طالب جنگیالي
وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
|
د پاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې نور ٧ طالب جنگیالي وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
د شورو په ورځ پاکستاني پوځ پخپل يو بيان کې وويل دغه اووه تندلاري دجنوبي وزيرستان د کنول قلعه امنيتي پوستې سره نزدې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ ديوې نښتې په مهال وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده په سرا روغه کلي داحمدوام سيمې څخه ترهه گرو ٤ راکټونه داغلي خو کومه مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
پوځ وايي دمکين سره نزدې دلټونې په عملياتو کې يې په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده او پوځ دمکين سيمه دتندلارو څخه پاکوي.
پوځ دا هم وايي چې کاني گرم کلى دتندلارو څخه پاک کړل شوى او دغلته دپاکونې دعملياتو په مهال ٨ سرنگونه موندل شوي دي.
دا مهال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد شاوخوا ٣٠ زره پاکستاني پوځيان ديوې اندازې مطابق دازبک جنگيالو په گډون د ١٠ؤ زرو تندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي .
پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزيرستان کې يې داکتوبر دمياشتې د١٧مې نيټې څخه په پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله د٤٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي خو دازادو سرچينو څخه ددغه پوځي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى.