 |
اوباماد خپل صدرات د
دور پخوانی پوځیانو لومړی ورځ واشنگټن سره نزدی د ورجنیا ایالت ارلنگټن
ښار کې قامي ادیری ته د ورتلو او دغلته د قامي اهمیت د مشرانو او د
پوځیانو په قبرونو د څیرو غوړولو نه کړی.
|
د امریکا جمهوررئیس براک اوباماد خپل صدرات د دور پخوانی پوځیانو لومړی ورځ واشنگټن سره نزدی د ورجنیا ایالت ارلنگټن ښار کې قامي ادیری ته د ورتلو او دغلته د قامي اهمیت د مشرانو او د پوځیانو په قبرونو د څیرو غوړولو نه کړی.
ښاغلی اوباما او د هغه مېرمن مشال اوباما د زاړو پوځیانو په درناوی کې نن سپینی ماڼی کې ځیني زاړه پوځیان د سحر په چایو رابللي وو.
دا ورځ په ټوله امریکا او نوره نړی کې د لومړی نړیوال جنگ دډزبندی په یاد کې کولی شي. دغه ترمخه نن نه ٩١ کاله وړاندې لومړی نړیوال جنگ ختم شوی وو.په سرکاری توگه دغه ډزبندی د یولسمی میاشتی په یولسمه نېټه په یولسم ساعت کې شوی وه.
په یورپا او نورو ځایونو کې دی ورځ ته ارمیسټیس یا دا یادگېرنی ورځ وایي. په لندن کې د برتانیه ملکه الزیبته گرجا کې د یادولو د ورځ د دعا سره پېل کړه او په جگړه کې د وژل شوو خلکو لپاره د دوو دقیقو خاموشی اختیار کړه. سږ کال په برتانسه کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په ټول هېواد کې د وړومبی نړیوال جنگ یو پوځي هم ژوندی نشته.