د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې دزيارت په سحر نامعلومو وسله والو جنگيالو دايراني قونصل خانې دعامه اړيکو دڅانگې مشر ابوالحسن جعفري په ډزو سره وژلى دى.
دپوليس چارواکو له مخې دزيارت په سحر ابوالحسن جعفري دکور څخه دفتر ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.
ددغو ډزو له امله نوموړى سخت ټپي شو او روغتون ته له رسول کيدو څخه وړاندې يې ساه ورکړه.
عيني شاهدان وايي په جعفري ډزې دهغه دکور ترڅنگ څو پيادوؤ وسله والو کړي دي.
دپيښې څخه وروستو بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
دپيښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان ډيوه ريډيوته وويل تر دې مهاله يې دجعفري دوژنې په تور څوک نيولي نۀ دي خو پوليسو ددغه وژنې دهر اړخ څخه پلټنې پيل کړي او ډير زر به ورانکاري معلوم او ونيول شي.
دپوليسو مشر وويل دامن دگډې وډې وضعې په نظر کې دنيولو سره يوه اوونۍ دمخه وژل شوي ابوالحسن جعفري ته دهغه دساتنې دپاره پوليس ورکړل شوي وؤ خو څو ورځې مخکې جعفري دغه پوليس ددې وينا سره بيرته رخصت کړل چې هغه دپوليسو په بدرگه کې زيات په ډاگه کيږي.
لياقت علي خان وويل په پيښور کې يې دټولو ډيپلوماټانو امنيت نيولو ته ځانگړى پام کړى دى او پوليس شپه او ورځ دورانکارو دمخنيوي دپاره چمتو ولاړ وي.
ابوالحسن جعفري په کال ١٩٥٣ء کې په پيښور کې زيږيدلى ؤ او هغه دصوبه سرحد په وتلو خبريالانو کې شميرل کيدو.
نوموړي په پيښور کې دايران په قونصليټ کې دتيرو ٢٢ؤ کلونو څخه خپل خدمات سرته رسول.
بايد وويل شي تير کال دنومبر په مياشت کې هم په پيښور کې دايران دقونصل خانې کمرشل اتاشي حشمت اطهر زاده هاغه مهال تښتولى ؤ ، کله چې هغه دکور څخه دفتر ته روان ؤ.
په دغه پيښه کې تښتونکو دحشمت اطهر زاده يو ساتونکى په ډزو سره وژلى ؤ او دايران دغه تښتول شوى ډيپلوماټ تر اوسه نۀ دى موندل شوى. په پاکستان کې دامريکا سفارت خانې دابوالحسن
جعفري وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده او ويلي يې دي ترهه گر پاکستان په نړۍ
کې يواځې کول غواړي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، دصوبه سرحد گورنر اويس احمد غني او وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ددغه پيښې سخته غندنه کړې ده او دهغه په وژنه يې افسوس څرگند کړى دى.