 |
خپل سفر په لمړي پړاؤ کې به جمهوررئيس اوباما جاپان ته رسيږي او دغلته به دجاپان دصدراعظم سره ليدل کتل کوي.
|
د امريکا جمهوررئيس براک اوباما د زيارت په ورځ دايشياء په نهه ورځني سفر روانيږي.
دامريکا جمهوررئيس به په دغه سفر کې دجاپان،سنگاپور، چين او جنوبي کوريا څخه ليدنه کوي.
دخپل سفر په لمړي پړاؤ کې به جمهوررئيس اوباما جاپان ته رسيږي او دغلته به دجاپان دصدراعظم سره ليدل کتل کوي.
دجاپان دسفر څخه وروسته به جمهوررئيس سنگاپور ته ځي او دغلته به دايشياء پيسفک اقتصادي مرستې په غونډه کې گډون کوي.
دجمهوررئيس اوباما ددغه سفر مهم پړاؤ به چين ته دهغه تگ وي.
جمهوررئيس به دچين دمشرانو سره دامريکا او چين په اړيکو، دشمالي کوريا او ايران په اتومو کشالو، دشپږو هيوادونو په خبرو اترو ، دافغانستان په ستونزه کې دچين په همکارۍ او په نورو مهمو چارو خبرې اترې کوي.
څيړونکي وايي دامريکايي جمهوررئيس دغه سفر په ټوله نړۍ کې دايشياء سيوا شوي اقتصادي او سفارتي ارزښت په ډاگه کوي.
جمهوررئيس براک اوباما دغه سفر په داسې حال کې کوي چې دهغه څخه افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږلو خواست شوى دى خو هغه افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږلو په اړه دخپلو پوځي کمانډرانو په خواست هيڅ رقم پريکړه نۀ ده کړې.
په کابل کې دامريکا سفير کارل ايکنبيري دجنگ څخه په اغيزمن دغه هيواد کې دنورو زرگونو امريکايي پوځيانو دگمارنې په لړ کې سختې انديښنې څرگندې کړي دي.
دامريکايي انتظاميې يو چارواکى وايي ايکنيبيري د سفارتي سرچينو له لارې دوه پيغامونه واشنگټن ته ليږلي چې په هغې کې نوموړي افغانستان ته دنورو پوځيانو په ليږلو انديښنې ښکاره کړي او ويلي يې دي دافغان جمهوررئيس حامد کرزي دمشرۍ په لړ کې تراوسه يو شمير پوښتنې ځواب غواړي.
جمهوررئيس اوباما دچارشنبې په ورځ دملي سلامتۍ په هکله دخپلې ډلې سره يوه غونډه کړې ده چې په دغه غونډه کې دافغانستان په اړه دامريکا په تگلاره غور وکړل شو.
دجمهوررئيس په مشرۍ ترسره شوې دغې غونډې څخه وروستو هيڅ رقم پريکړه اعلان نۀ کړل شوه خو يو امريکايي چارواکي ويلي دي چي جمهوررئيس اوباما دافغانستان حکومت ته په ډاگه کول غواړي چې دافغانستان په هکله دامريکا ژمنه لا محدود نۀ ده.
په کابل کې چې دامريکا سفر اوباما انتظاميه دخپلو کومو انديښنو څخه خبر کړې ده هغه انديښنې په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو دامريکايي کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل ددريځ بيخي په ضد دي.
جنرال سټينلى ميکرسټل دجمهوررئيس اوباما څخه غوښتي دي چې افغانستان ته دطالبانو او القاعده په ضد دروانې جگړې دبرياليتوب دپاره بايد نور ٤٠ زره پوځيان وليږل شي.