 |
افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي
سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او په دغه
عملياتو کې نور ٥ پوځيان او ٢٢ تندلاري وژل شوي دي.
|
د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او په دغه عملياتو کې نور ٥ پوځيان او ٢٢ تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ منلې ده چې په شکۍ او کاني گرم کې ترسره شوؤ عملياتو کې ٥ پوځيان وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.
پوځ دزيارت په ورځ پخپل يو بيان کې وويل امنيتي ځواکونو غاره سر کلى دتندلارو څخه پاک کړى او دغلته دعملياتو په مهال دډزو په يوه پيښه کې ٥ تندلاري وژل شوي او يو عسکر ژوبل شوى دى.
پوځ وايي دلدها، ساتا، منگوره سر، ناراکايي، توروام او شابي خيل نه گيرچاپيره امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات کړي او دتندلارو څخه يې وسلې ترلاسه کړي دي.
پوځ ادعا کوي چې په لنگرخيل کې امنيتي ځواکونه دپرمختگ په حال کې دي او دغلته تندلارو سره په سخته جگړه کې ١٤ ترهه گر او ٥پوځيان وژل شوي دي.
پوځ په دغه نښته کې د٧ؤ پوځيانو دژوبل کيدو خبر هم ورکړى دى.
همدغه رازپوځ دمکين دجنوب په لوردپرمختگ په ادعا کولو سره ويلي دي دغلته يې هم درې ترهه گر وژلي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتيرې يوې مياشتې راهسې روانو پوځي عملياتو کې پوځ هره ورځ مطبوعاتو ته دخپلو برياوؤ په هکله خبرونه ورکوي، خو په سيمه کې دتاؤژنو حالاتو له امله خبريالان ددې جوگه نۀ وي ترڅو پخپله سيمې ته ورشي او حقائق په ډاگه کړي.
دزيارت په ورځ دجنوبي وزيرستان يو اولسي مشر دنوم نۀ ښودلو په شرط ډيوه راډيو ته وويل پوځ تر دې مهاله نۀ خو په سيمه کې کوم لوړپوړى طالب کمانډر وژلى او نۀ يې دهغوي کورونو او دپټيدو ځائيونو ته څه قسمه نقصان اړولى دى.
هغه وويل په دغو عملياتو کې زياتره عام خلک وژل کيږي چې پوځ ورته بيا دتندلارو نوم ورکوي.
دشورو په ورځ دپاکستان دانگريزي ژبې يوې معروفې ورځپاڼې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دوياند اعظم طارق له خلې وويل طالبانو دا مهال خپله جنگي تگلاره بدل کړې او اوس په پوځ دگزار کولو څخه وروستو دغرونو او ځنگلونو لوري ته ځي.
طالب وياند ادعا وکړه چې په دغه جگړه کې يې پوځ ته دروند ځاني زيان اړولى خو پوځيان دهغې په هکله څه نۀ وايي.