VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

24 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
VOA Deewa Radio
د وایس اف امريکا ډیوه ریډیو کارکونکي د واورې په میدان
Deewa Radio go ice skating
Blue Bullet Watch (video)
    Broadband TV monitor | Dial Up TV monitor
Blue Bullet Listen (audio) | MP3 Listen
Blue Bullet Photo Gallery View view photos
د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو کارکونکي په سندرو کی د واورو خبري کوي ، خو گرځیدی پری نه شي. د ډیوه ریډیو همکاران د واوری په میدان باندی د آیس سکیټینگ یا په واوره د ښوئیدو په لوبه د مټ کتلو لپاره په واشنگټن کی د کانگرس ودانی ته نزدی د سکیټینگ میدان ته ورغوڼډ شوي وو

د سکیټینگ لوبغاړي ته د بهر نه چه گوری داسی ښکاري چه لکه په ښوئینده مالوچو ډیر په آسانه سره روان دي. خو په میدان کی د نابلده کسانو تجربی وښودل چه دا د گرانولوبو نه یوه ده. د ډیوه ریډیو براډکاسټر قاسم یوسفزي درزونه ئی يو ثبوت دی. ښځو همکارانو تجربه خو نوره هم ډیره خرابه وه. د ډیرو داسی پام وو چه نایله محمد به د هر چه نه زیاته په سکیټینگ کی ماهره وی، ځکه چه په امریکا کی لویه شویده. خو د سکیټینگ په میدان هغه داسی بیوسه وه لکه څنگه چي کب د اوبو بهر په وچه ډاگه په ځای پروت وی. مهوش جلیل ئی یو بل مثال دی. مهوش لکه د بوډی ښځی د امسا بغیر د گام اخیستلو نه وه

Deewa Radio on Iceواشنگټن د پاکستان د اسلام آباد ښار په شان دی. دلته بازارونه کم او دفترونه زیات دي خو ویل کیږي چه د ښار نقشه پیرس ته نزدی ده. دلته ٥٠ سړکونه یا کوڅی دي چه دامریکی د بیلا بیلو ایالتونو نومونه ورته ورکړل شویدی. په ښار کی گڼ شمیر موزیمونه دي. د رخصتی په ورځ اکثر میندی پلرونه خپل ماشومان دغو موزیمونو ته بوځی. د سیکلو او منډو وهلو لپاره ځان له لاری لري

د سکیټینگ میدان هم د ډیرو خلکو پام ځانته اړوي. د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو همکارانو هم د واشنگټن د سیل د ځایونو نه سکیټینگ خوښ کړی وو. میدان ته د ورکوځیدو نه مخکې ډیرو دعوی کولی چه دا خو هیڅ کار ندی خو چه د سکیټینگ لپاره ځانگړي بوټان ئی په ښپو کړل نو په وچ میدان ورته هم گرځیدل گران شول. تر ټولو زیات خوند ئی وږمه جالوان ته ورکړ. د هغی وجه دا نه وه چه وږمه سکیټینگ کولی شي، بلکه دی سره د خپلی کورنی غړي راغلي وو. نو زمونږ نورو همکارانو نفیس ټکر، اشفاق مومند، اورنگ زیب خان، محمد علمگیر، افتخار حسین او مختار احمد خان هم د سکیټینگ نه ډیر خوند واخیست

Deewa on Iceسکیټنگ خو بې شکه یو گران کار دی خو د پښتنو لپاره دا کیدی شي د بل هر څه نه زيات گران کار وي ځکه چه د دوی په سیمه کی نه واوری وریږی او نه هم د سکیټنگ لپاره کوم مصنوعې اسانتیا وې شته. خو نااشنا خبره دا ده چه سندرو کی اوس هم د واورو وریدو په شان عاشقانه ماحول څرگند کيږي

Click here to listen to VOA Deewa Radio
ژوندۍ خپرونه
WM  |  Real

او فريکوينسی «

News خبرونه 
UTC 0000-0100
MP3 | WM | Real

سحر په خیر ډیوه
UTC 0100-0200
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 0200-0205
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1200-1300
MP3 | WM | Real

Hello VOA
UTC 1300-1400
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1400-1500
MP3 | WM | Real

Arts & Literature 
UTC 1500-1600
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1600-1700
MP3 | WM | Real

شپه په خیر ډیوه
UTC 1700-1800
MP3 | WM | Real

ستاسو نظر
خپلی تبصری او ‎سوالونه‏ ‎ راواستوی «