VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

13 اکتبور 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
VOA Deewa Radio
امریکا کې پښتانه اختر څنگه لمانځي
 New Lifestyle Magazine Targets Muslim Girls
 
Nelofer Pazira, Canadian journalist and filmmaker of Afghan descent is featured on the cover of Muslim Girl Magazine's March edition.
 
spacer
تيره مياشت په امريکا او کاناډا کې يوې نوې مجلې خپرونې پيل کړې چې "مسلمانه نجلۍ" ، ((مسلم ګرل) نوم ورکړ ےشوے دے دا مجله دنوي طرز دژوند پحقله ده چې مسلما نو نجونو کې نوي بدلونونه پيدا کوي، ددوي جذبې تاندوي او دوي دپاره دښوونې او وينا کردار ترسره کوي. ددې مجلې دچاپ کيدو مقصد شمالى امريکا کې دميشتۀ هاغو مسلمانانو نجونو نمائندګي کول دي چې عمر ئې د څوارلسو او اتلسو کالو ترمنځ دى

دمسلمانې نجلۍ د مديرې اسماء خان وينا ده چې مونږ ته دڅيړنې نه معلومه شوې ده چې دا وخت شمالىامريکا کې دڅلورو نه پينځوؤ لکو پورې پيغلې نجونې ميشته دي چې دغه امريکايي مسلمانې پيغلې دغير مسلمه ښځو او سړو سره خبرې کوي، شخصى ښوونځيو ته ځى ، ټى وى ګورى- دزلمو مجلې ګوري- دانټر نيټ استعمال کوي، ويډيوى ګيمونه کوي، سوداګانې کوي او په ټيلى فون خبرې هم کوي چې ددوي دا مشغلې يا دامروزه ژوند چارې دامريکنيو جوړو سره سمون خوري ولې کۀ يو څه دوي جدا لري نو هغه دا دي چې دوى دمسلمان په حيث پخپله پيژندګلو وياړ کوي او دا ددوي دامروزه ژوند څخه په ډاګه کيږي، دمثال په توګه دوي دقران شريف تلاوت کوي يا هم اسلامي مکتبونو ته ځي او ددې ترڅنګ خپل ټول اسلامي قدرونه نمانځي

دخپلې عقيدې له امله دوي دځينو ازميښتونو سره
Muslim Girl Magazine writer Inas Younis

Magazine writer Inas Younis says American Muslim girls are proud of their identity as Muslims and Americans.

هم مخ کيږي امريکا مسلمانې پيغلې جينکۍ کيدى شي چې دهلک دملګرتيا ، رشتو، شرابو څښلو او داسې نورو ازاديو پحقله دپوښتنو څخه ډډه کوي- مونږ ته داهم معلومه ده چې دوي خپلومذهبى اقدارو دچوکاټ دننه روښانفکره ټولنه کې خپله اصلاح کولى شي ، ولې چې امريکا يو داسې هيواد دى چرته چې هر څوک بشپړه ازادي لري- او دمسلم ګرل دخپرونو ستر مقصد دغو مسلمانو پيغلو ته يو اواز ورکول او دوي ته دا ډاډ وربخښل دي چې تاسو په هر هغه څه غږيدى شئ کوم چې تاسو پورې اړه لري مونږ ه دې جمله کې يو باقاعده کالم د "اړيکې او سمه څارنه" تر عنوان لاندې خپروؤ چې په دې کې جينکۍ په هر هغه څه ليک کوي کوم چې ددوي په تعلق کې مخې ته راځي يا هم دوالدينو او اولادونو ترمنځ ، ددوستانو ترمنځ يا دهلک او جينۍ پحقله وى- مونږ دمسلمان په حيث په معاملو هم بحث کوؤ چې په دې لړ کې جينۍ څه خيال لري يا ئې مور او پلار په څه نظر دي؟ او په دې معاملو دوالدينو اؤ بچيانو ترمنځه کومې رابطې وجود لرى

په پرانستې مجله کې مونږ ددوؤ مسلمانانو جينکو په بابله مطالب خپارۀ کړيدي چې دې کې يوه دارشيا خان په نامه يوه پيغله نجلۍ ده چې دامن کور کې شامله شوه او ملاوي کې ئې دماحولياتو دکارمندې په حيث دوه کاله تير کړل او بله دخديجه توفيق په نامه مسلمانه جينۍ ده چاچې انډونيشياء کې دکال 2006ء دسونامي نه پس دخپلې ټولنې دمسلمانانو زلمو سره څنګ په څنګ سخت محنت وکړو او دسونامي دځپلو دپاره ئې پنګې راټولې کړې او بيا ئې پخپله په ځپلو خلقو وويشلې – دمجلې ليکواله اناس يونس وايي چې مسلمانانې امريکنۍ نجونې دمسلمان او امريکايي په توګه پخپله پيژندګلوۍ وياړ کوي- په مجله کې دشپږو مختلفو جينکوپحقله هم ليکنې شته دغو ليکنو کې دمسلمانې نجلۍ په توګه ددې خپل ارزښت ښودلى شوى دى- په مسلم ګرل مجله کې لکه دنورو پيغلو جينکو دمجلو دپوپ کلتور ، موسيقۍ ، لوبو او نړيوال سفر پحقله باقاعده مطالب او مضامين ورکول کيږي، اسماء خان هيله لري چې دا مجله به ډير زر دامريکا څخه خلق هم ولولى

Click here to listen to VOA Deewa Radio
ژوندۍ خپرونه
WM  |  Real

او فريکوينسی «

News خبرونه 
UTC 0000-0100
MP3 | WM | Real

سحر په خیر ډیوه
UTC 0100-0200
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 0200-0205
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1200-1300
MP3 | WM | Real

Hello VOA
UTC 1300-1400
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1400-1500
MP3 | WM | Real

Arts & Literature 
UTC 1500-1600
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1600-1700
MP3 | WM | Real

شپه په خیر ډیوه
UTC 1700-1800
MP3 | WM | Real

ستاسو نظر
خپلی تبصری او ‎سوالونه‏ ‎ راواستوی «