د وې او اې په اړه | وې او اې سره تماس ونیسي

blank

زمونږ په اړه

ډيوه ريډیو

دامريکا غږ ډيوه راډيودافغانستان او پاکستان دسرحدي سيمود پښتو وئيونکو وګړو يو نوى نشرياتي پروګرام دى.

“Thank you for taking such an interest in Pashtuns.”
~ Mohmad

“This is a very big service for our sweet language of Pashto.”
~ Abdul

  دا سيمه دڅو لسيزو راهسې دجنګ ، غربت، نسلي او مذهبي اختلافاتو اؤ نورو بې شميره اولسي اؤ دصحت مسئلو سره مخ ده. نو ځکه ډيوه راډيو به په دې سيمه کې داوسيدونکو پښتنو دپاره راتلونکيو کلونو کې ديو بل مشال په څير خدمت وکړے شى. اؤ دوى له به په وړومبي فرصت کې په داسې شکل کې يوه هيله ورکړل شى چې دټولې نړۍ ،سيمې اؤ مقامي اهميت لرونکي دورځنيو حالاتو څخه به ئې خبر وساتى. اؤ په دويم پړاؤ کې به خلقو له دا موقع ورکړى چې خپلې ستونزې ، پوښتنې او وسوسې دسيمې نورو پښتنو وروڼو خويندو ته ورسوي.

دخبرونو سره سره ډيوه راډيو هره ورځ دصحت، کاروبار، تعليم ، سائنس او تفريح
سره علاقه لرونکو موضوعاتو باندې ، فيوچرې هم خپروي. ډيوه راډيو دخپل هر اوريدونکي ډاډګيرنه کوي چې زمونږ پروګرامونو باندې تبصرې وکړي اؤ په دې کې برخه واخلي.

زمونږ ذريعې

Deewa studio

زمونږ دراډيو ملګري براډکاسټران ، پروډيوسران اؤانجنئيران شپه اؤ ورځ په دې هڅه کې دي چې ستاسو دضرورت مطابق ښۀ معيارى خبرونه او نشريات تر تاسو درورسوي

.واشنګټن کې زمونږ هيډکوارټر دحکومتي مرکز اؤ سپينې ماڼۍ څخه په څو قدمه پروت دى. نو ځکه ډيوه راډيو دامريکا لخوا تازه اؤ نوي خبرونه خپروي
.
امريکا غږ ډيوه راډيو په ټوله نړۍ کې او په دې سيمه کې دخبرونو اؤ نورو تکنيکي وسيلو راغونډولو دپاره دنمائندګانو په شکل کې يو پراخه انتظام لري. همدغه شان ډيوه اډيو چې دنړۍ او سيمې دحالاتو په حقله کوم کوټلى رپورټنګ کوي.

 دهغې په نتيجه کې تاسو ته هره ورځ هاغه اطلاعات په لاس درتلى شي دکومو چې تاسو ضرورت لرئ دامريکا غږ ډيوه راډيو ټولې خپرونې زمونږ په ويب پاڼه کې محفوظې دي. چرته چې تاسو نور هم ډير څه لوستى شئ دا پاڼه هره ورځ تازه کولى شي.

تصویرونه 


 

 

ډيوه رډيو پروگرامونه

به‌رنامه‌كانی رادیۆ

ډيوه رډيو نوری خپرونې

نور