VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

24 نومبر 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
VOA Deewa Radio
افغان نژاد امريکايي داسونو يو تکړه پالونکى جوړ شو
 Afghan immigrant becomes cowboy in the US
 
Afghan cowboy, Fareed Miran, teaches roping in the United States.

Blue Bullet Watch (video) 
    Real Player
 
    Broadband TV monitor | Dial Up TV monitor

Blue Bullet Listen (audio)  
    Deewa Interview | MP3 Listen
 
spacer
هسې خو په امريکا کې داسې ډير خلق شته چې هغوى داسونو پالنه کوى خو په دوي کې ميران فريد بيا ځکه ډير عجيبه دے چې دى افغانستان کې زيږيدلى اؤ دافغانستان څخه امريکا ته راغلى دى- کله چې ددۀ عمر اووۀ کاله ؤ نو دى په کال ١٩٨٤ء کې دکابل څخه امريکا ته راغلو او بيا ددۀ کورنۍ په ورجينيا کې يو فارم واخستو

دى وايي چې کله زۀ امريکې ته راغلم نو مونږ سره اسونه وؤ چې ما به پرې سورلي کوله او له دې امله زما دسورلۍ هنر ډير ښه شو. ميران په افغانستان کې دخپل نيکۀ څخه په اس د سورلۍ کولو هنر زده کړى ؤ واګې قابو کول دۀ هغه وخت زده کړل کله چې دۀ امريکا کې په مکتب کې زده کړې کولې

ددۀ استاذ يو تجربه کار داسونو پالونکى ؤ چې ورجينيا ته دميران کلي ته راغلو. ميران په لويديز رياست وومتک کې ستر شوى دى او اوس چې امريکا کې څوک په اس دسورلۍ کولو او واګو دنيولو زده کړه کوى نو ميران ته مراجع کوي ميران اوس ډير زيات شاګردان لري چې په دې کې ماشومان او زلمي شامل دي ددۀ دشاګردانو دجملې څخه يوه ونيسا او بل بيټى اين هم دي دوى داخبار له لارې دميران دمهارت څخه خبر شوي او بيا ئې دواګو نيولود زده کړې فيصله وکړه- ونيسا وادۀ ده اودرې ماشومان هم لري خو دلويديز طرز داس دسورلۍ دپاره ځان ته وخت وباسي ددې وينا ده چې دا يو ښۀ کار دي ، ډير خوند لري خو دازميښت څخه خالىنۀ دى ،دميران فارم او دواګي دنيولو زده کړې دژوند دمختلفو اړخونو خلق ځانته متوجه کړيدي چې ددوي دجملې څخه يو دټيکنالوجۍ مربوط جيکسن ټيلر هم دى ، دى وايي چې زۀ دانفارميشن ټيکنالوجۍ کاروبار کووم خو ولې ددې ترڅنګ په اس دسورلۍ او دواګو دنيولو دپاره هم وخت وکاږم، په اسونو سورلى او واګې نيول په امريکا کې اوس ډير عام شويدي او په خاص توګه دهيواد ختيزه برخه کې دا ډير مقبوليت لري ، ميران ټول هيواد کې ګرځي راګرځي او داس دواګو نيولو په مسابقو کې برخه اخلى دا مسابقې دپيسو له درکه ګرانې تماميږي خو چې څوک ښه وي نو په مالي توګه ورسره ښه کيدى شى،

Vanessa and Betty are Fareed's roping students

Vanessa and Betty are Fareed's roping students.

دميران وينا ده چې زۀ اکثر غټو مسابقو ته ځم په دغو مسابقو کې مې څه ګټلي دي او څه مې بائيللې هم دي خو واګې نيول زما دپاره دخوند نه ډکه خبره ده ، دا ما يو وړوکى کاروبار جوړ کړى دى او دلته ورجينيا کې خلقو ته ددې هنر ښايم، ميران په دې حواله زياتې جائزې هم ګټلي دي. او کاروبار ئې اوس نوره هم پراختيا مومي

دى وايي چې زۀ پينځه څلويښت اسونه لرم چې پکې لس زما خپل دي- زۀ په اس دسورلۍ، دواګو نيولو داسونو دپالنې او داسونو داخستو او خرڅون کاروبار کووم- ميران شل کاله وروسته يو بشپړ امريکايي زميدار او کاروبارى جوړ شوى دى- خو اوس هم دى دخپل پلرني هيواد په بابله فکر کوي چې امريکا ته دراتلو وروستو ورته بيا دى تر دې مهاله نۀ دى تللى، ددۀ وينا ده چې زۀ خپل ملک افغانستان ته په لويديز لباس او لويديز انداز کښې تلل غواړم چې ترڅو هغوي ته دا و ښايم چې په امريکا کې افغان اس پالونکے هم شته-

Click here to listen to VOA Deewa Radio
ژوندۍ خپرونه
WM  |  Real

او فريکوينسی «

News خبرونه 
UTC 0000-0100
MP3 | WM | Real

سحر په خیر ډیوه
UTC 0100-0200
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 0200-0205
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1200-1300
MP3 | WM | Real

Hello VOA
UTC 1300-1400
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1400-1500
MP3 | WM | Real

Arts & Literature 
UTC 1500-1600
MP3 | WM | Real

News خبرونه 
UTC 1600-1700
MP3 | WM | Real

شپه په خیر ډیوه
UTC 1700-1800
MP3 | WM | Real

ستاسو نظر
خپلی تبصری او ‎سوالونه‏ ‎ راواستوی «