VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
نواز شريف : زرداري د سودا کولو وړانديز کړى ؤ

25/02/2009

نواز شريف اؤ زرداري
دپاکستان پخوانى صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) ميا نواز شريف وايي جمهوررئيس اصف علي زرداري دهغه ورور شهباز شريف ته دوړتيا په دوسيه دسوداکولو وړانديز کړى ؤ اؤ ورته يې ويلي وؤ شهباز صيب راځه چې يو کاروباري تړون وکړو
دپاکستان پخوانى صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) ميا نواز شريف وايي جمهوررئيس اصف علي زرداري دهغه ورور شهباز شريف ته دوړتيا په دوسيه دسوداکولو وړانديز کړى ؤ اؤ ورته يې ويلي وؤ شهباز صيب راځه چې يو کاروباري تړون وکړو.

نن دشورو په ورځ يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دمسلم ليگ(ن) گوند مشر تور ولگولو چې جمهوررئيس اصف علي زرداري شهباز شريف ته ويلي وؤ تاسو قاضي عبدالحميد ډوگر دستر قاضي په توگه ومنئ اؤ دهغه په گمارنه کې دپراختيا په هکله حکومت سره مرسته وکړئ، ددې بدل کې به محکمه  ستاسو دوړتيا په دوسيه  ستاسو په پلوۍ پريکړه وکړي.
ميا نواز شريف زياته کړه هغه څه موده وړاندې ويلي وؤ چې ورته دسودابازۍ دپاره وړانديزونه کيږي اؤ نن وايي چې اسلام اباد کې په يو وخت ددوؤ اړخونو څخه خبره شوې وه يو اړخ نيغ په نيغه ستر قاضي اؤ دوهم جمهوررئيس زرداري ؤ.
دنواز شريف وينا وه کۀ چرې دخپلو اصولو څخه ورته واک گران ؤ اؤ دپاکستان څخه ورته دوړتيا دوسيه کې برياليتوب خوښ ؤنو دحکومت به يې منلې وه، خو هغه نۀ وړتيا ته غاړه کيښودله اؤ دپاکستان په گټو يې سودا ونۀ کړه.
دمسلم ليگ(ن) مشر وويل ددغه پريکړې  چې به څومره زيان کيږي دهغې اندازه لگول گران دي.
بل لوري ته دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر دنواز شريف ددغه تورونو په هکله دڅه قسمه  نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده اؤ وايي ترڅو چې يې جمهوررئيس سره په دې هکله خبرې نۀ وي شوي هغه مطبوعاتو ته هيڅ څه نۀ شي ويلى. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
ښاغلي زرداري پنجاب کې گورنر راج نافذ کړو
محکمې نواز شريف اؤ شهباز شريف نااهله گرځولي دي
 
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي