VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پنجاب کې گورنر راج پر ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي

26/02/2009

Supporters of Pakistan's former Prime Minister Nawaz Sharif condemn the Supreme Court's decision, in Rawalpindi, Pakistan.
دپاکستان دسترې محکمې لخوا دپخواني صدراعظم   ميا نواز شريف اؤدهغۀ دورور شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد نن په ټول هيواد کې سختې احتجاجي مظاهرې شوي دي اؤ مسلم ليگ(ن) گوند دحکومت په ضد دکوټلي تحريک پيل کولو اعلان کړى دى..
دپاکستان دسترې محکمې لخوا دپخواني صدراعظم   ميا نواز شريف اؤدهغۀ دورور شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد نن په ټول هيواد کې سختې احتجاجي مظاهرې شوي دي اؤ مسلم ليگ(ن) گوند دحکومت په ضد دکوټلي تحريک پيل کولو اعلان کړى دى.

نن دزيارت په ورځ  دپنجاب اسمبلۍ مسلم ليگي غړو په داسې حال کې خپله غونډه کړې ده چې داسمبلۍ لويې دروازې ته جرندې وهل شوې وې اؤداسمبلۍ غړي پوليسو دغونډې خونې ته  نۀ پريښودل.
دمسلم ليگ(ن) سره تعلق لرونکي دپنجاب اسمبلۍغړي داسمبلۍ په پوړيو کې کښيناستل اؤ خپله غونډه يې دپنجاب اسمبلۍ دسپيکر په مشرۍ وکړه.
په دغه مهال داسمبلۍ غړو دپنجاب دوزيراعلي ميا شهباز شريف  اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر شهباز شريف دنااهله گرځول کيدلو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو په ضد يو پريکړه ليک يا قرارداد هم منظور کړو.
دپنجاب اسمبلۍ سپيکر خبريالانو ته ويلي دي دغونډې په مهال داسمبلۍ مخې ته اودرول شوؤ پوليسانو  داسمبلۍ غړو ته اجازه نۀ ورکوله چې  اسمبلۍ ته دننه شي اؤ دځينې ښځينه غړو سره بدتميزي هم شوې ده.
بل لوري ته نن دمسلم ليگ(ن) دمشرانويوه مهمه غونډه  ددغه گوند دمشر ميا نواز شريف په مشرۍ ترسره شوې ده چې پکې دسترې محکمې په پريکړه ، دحکومت په خپلسرۍ اؤ دپنجاب دپاره دنوي وزيراعلي دغوره کولو په گډون په بيلا بيلو چارو خبرې اترې وکړل شوې اؤ پريکړه وشوه چې مسلم ليگ(ن) به دحکومت په ضد ټول هيواد کې احتجاجي تحريک پيل کوي.
همدغه راز نن  دپنجاب ايالت په بيلا بيلو ښارونو کې دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کيدو په ضد بشپړ هړتال ؤ اؤ ځايې پځايې احتجاجي لاريونونه وشول.
پاريدلو مظاهرينو په سړکونو داورونو بلولو ترڅنگ دجمهوررئيس اصف علي زرداري په ضد کلک شعارونه هم ورکړل.
دپنجاب څخه علاوه د سندهـ اؤ سرحد ايالتونو  په بيلا بيلو ښارونو کې هم نن دنواز شريف اؤ شهباز شريف په پلوۍ احتجاجي مظاهرې شوي اؤ دحکومتي تگلارو سخته غندنه شوې ده.
دسترې محکمې لخوا دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله کولو دپريکړې اؤ په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کيدو سره په ټول هيواد کې سخت سياسي اړى گړى رامينځته شوى اؤ  ناقدين دجمهوررئيس لخوا په پنجاب ايالت کې دگورنر راج پځايې کولو گام ته  دهيواد دننه سياسي بې ثباتۍ ته دبلنې ورکولو نوم ورکوي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
نواز شريف : زرداري د سودا کولو وړانديز کړى ؤ
ښاغلي زرداري پنجاب کې گورنر راج نافذ کړو
محکمې نواز شريف اؤ شهباز شريف نااهله گرځولي دي
 
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي