![[insert caption here] [insert caption here]](/deewa/images/Asif-Ali-Zardari-Yousaf-Raza-Gilani.jpg) |
| دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني نن دنهې په
ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته دوينا کولو په مهال جمهوررئيس اصف علي زرداري
ته مشوره ورکړه چې هغه بايد دگرځنده عدالتونو په هکله صدارتي امر بيرته
واخلي |
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني نن دنهې په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته دوينا کولو په مهال جمهوررئيس اصف علي زرداري ته مشوره ورکړه چې هغه بايد دگرځنده عدالتونو په هکله صدارتي امر بيرته واخلي.
دصدراعظم وينا وه چې دجمهوررئيس لخوا ددغه امر سره دپارلمان دخپلواکۍ په هکله پوښتنې راولاړې شوي دي.
داتوار په ورځ جمهوررئيس په ټول هيواد کې دداسې گرځنده محکمو جوړولو امر کړى ؤ چې هغه به دپيښې ځايې ته هم په هاغه مهال ځان رسوي اؤ مجرمانو ته به تر شپږو مياشتو دبند اورولو واک لري.
خو ددغه امر دجاري کولو سره سم دمخالفې ډلې سياسي گوندونو دريځ خپل کړو چې جمهوررئيس په دغسې کولو دوکيلانو لخوا داعلان کړل شوي اوږد لاريون اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشرانو نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ په ضد په هيواد کې دکيدونکو احتجاجونو مخه نيول غواړي.
دقامي اسمبلۍ غونډه کې دمسلم ليگ غړو په دغه صدارتي امر سختې نيوکې وکړې اؤ داسمبلۍ څخه داحتجاج په توگه بهر ووتل.
دصدراعظم يوسف رضا گيلاني لخوا په لمړي ځل نيغ په نيغه دجمهوررئيس دکوم گام سره مخالفت مخې ته راغلى دى اؤ ددې سره دڅيړونکو هاغه نظر وده مومي چې وايي دصدراعظم اؤ جمهوررئيس ترمينځ دحکومتي تگلارو په هکله سخت اختلافات موجود دي اؤ دمارچ په مياشت کې حکومت دکوم بدلون سره مخ کيدلى شي.