VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
اسلام اباد:امريکايي سفيره په سياسي کړکيچ غږيدلې ده

09/03/2009

Anne Patterson
په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن نن دگل په ورځ دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي اؤ ورسره يې دامريکا اؤ پاکستان داړيکو، سيمه کې دامنيت دوضعې ، دترهگرۍ په ضد دروانې جگړې اؤ په پاکستان کې په دې وروستيو کې درامينځته شوي سياسي وضعيت په هکله خبرې اترې کړي دي
په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن نن دگل په ورځ دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي اؤ ورسره يې دامريکا اؤ پاکستان داړيکو، سيمه کې دامنيت دوضعې ، دترهگرۍ په ضد دروانې جگړې اؤ په پاکستان کې په دې وروستيو کې درامينځته شوي سياسي وضعيت په هکله خبرې اترې کړي دي.

سرچينې وايي امريکا په ١٢م مارچ پاکستان کې دوکيلانو، سياسي فعالينو اؤ مدني ټولنې دغړو لخوا داوږد لاريون اؤ پرلت ماتونې داعلان څخه وروسته  دپاکستان په سياسي وضعيت اؤ دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه انديښنې لري.
په پاکستان کې دامريکا سفيرې په دغه لړ کې دجمعې په ورځ دپخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) دمشر ميانواز شريف سره هم ليدنه کړې اؤ نن يې دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره وليدل.
دسرچينو وينا ده په نننۍ ليدنه کې امريکايي سفيرې صدراعظم ته وويل امريکا په پاکستان کې سياسي ثبات اؤ قلارى غواړي.
امريکايي سفيرې دصدراعظم يوسف رضا گيلاني سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني نن په سناء کې دوينا په مهال په ډاگه کړه هغه په پنجاب کې دگورنر راج نافذولو په پريکړه خوښ نۀ دى او وکيلان که اوږد لاريون کوي دا دهغوي جمهوري حق دى.
څيړونکي وايي امريکا هڅې کوي چې دمسلم ليگ(ن) دمشرانو نواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهله گرځول کيدو اؤ په پنجاب کې دگورنر راج پځايې کولو له امله درامينځته شوي سياسي اړي گړي  دله مينځه وړلو دپاره دروغې  جوړې  په فضاء رامينځته کولو کې مرسته وکړي ترڅودترهه گرۍ په ضد روانه جگړه دپاکستان دننه دکورنيو سياسي اختلافونو له امله اغيزمنه نۀ شي.
سرچينې وايي امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپنجاب دگوښه کړل شوي وزيراعلي شهباز شريف سره هم ليدل کتل کړي دي اؤ هغه سره يې دپاکستان دسياسي وضعيت په هکله خيالات تبادله کړي دي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي