VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
رحمان ملک : اوږدلاريون کې به چاته داړي گړي اجازه ورنۀ کړل شي

10/03/2009

Rehman Malik-federal Advisor to PM on interior
دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک ويلي دي دوکيلانواؤ سياسي فعالينو داوږد لاريون په مهال به چاته داړي گړي اجازه ورنۀ کړل شي.

دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک ويلي دي دوکيلانواؤ سياسي فعالينو داوږد لاريون په مهال به چاته داړي گړي اجازه ورنۀ کړل شي.

نن دنهې په ورځ دجمعيت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان سره له ليدنې وروسته خبريالانو ته ښاغلي ملک ويلي دي حکومت نۀ غواړي چې داوږد لاريون مخه ونيسي خوبايد وکيلان خپل لاريون دپارلمان مخې ته دکولو پځايې داسلام اباد په اطرافو کې وکړي، ترڅو دخلکو ورځني ژوند کې څه خنډان راولاړ نۀ شي.
دکورنيو چارو مشاور پرون په يو مطبوعاتي کانفرنس کې اعلان کړى ؤ چې که دلاريون په مهال چااړى گړى اؤ دياغي توب هڅه وکړه نو په ضد به يې دوسيې جوړولى شي چې ددغه دوسيو سزا په عمري بند محکوميدل دي.
په دغه مهال مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل هغه دنواز شريف اؤ جمهوررئيس زرداري ترمينځ دروغې جوړې زياتې هڅې کړي دي خو دواړه خواوې ديو بل په ژمنو باور نۀ لري.
فضل الرحمان زياته کړه نواز شريف ورته په ليدنه کې دجوړجاړي لپاره شرط ايښودلى ؤچې دهغه شهباز شريف دنۀ وړتيا اؤ  په پنجاب کې دگورنر راج دپځايې کولو پريکړه بيرته واخلي اؤ ددې ترڅنگ دې وکيلانو ته جمهوررئيس دخبرو اترو بلنه ورکړي.
وکيلانو سخت احتجاج مولانا فضل الرحمان وايي جمهوررئيس زرداري دنواز شريف دغه دواړو شرطونو منلو ته غاړه ايښودلې ده خوجمهوررئيس غواړي  لومړى بايد نواز شريف د١٢م مارچ څخه دپيل کيدونکي اوږد لاريون دختمولو اعلان وکړي اؤ نواز شريف دې ته چمتو نۀ دى.
په پاکستان کې دوکيلانو غورځنگ اؤ سياسي فعالينو په ١٢م مارچ دعدليې دپځايې کولو لپاره داوږد لاريون اؤ دپارلمان مخې ته دپرلت ماتونې هڅې اوج ته رسولي اؤ دوکيلانو دسازمان صدر علي احمدکرد وايي په ١٢م مارچ به ارو مرو دټول هيواد وکيلان، سياسي فعالين اؤ دمدني ټولنې غړي پلازمينې اسلام اباد ته راټوليږي اؤ دپارلمان مخې ته به دنامعلومې مودې پورې پرلتونه ماتوي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي