VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
دکورنيو چارو وزارت: شريف روڼو ته دمرگ خطره ده

12/03/2009

Nawaz Sharif, left, speaks as his brother Shahbaz Sharif looks on in Lahore (File photo)
دپاکستان دکورنيو چارو وزارت  پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغه ورور  شهباز شريف ته خبردارى ورکړى دى چې هغوي ته دمرگ گواښونه پيښ دي ځکه نو   په  اولسي غونډو کې  دې له گډون څخه ډډه وکړي
دپاکستان دکورنيو چارو وزارت  پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغه ورور  شهباز شريف ته خبردارى ورکړى دى چې هغوي ته دمرگ گواښونه پيښ دي ځکه نو   په  اولسي غونډو کې  دې له گډون څخه ډډه وکړي.

دسرچينو له مخې دکورنيو چارو وزارت شريف وروڼه ديو ليک له لارې خبر کړي چې هغوي  بيدار اوسي  اؤ داولس منځ ته دې نۀ ورځي..
 بايد وويل شي ميا نواز شريف يوې برټانوي ورځپاڼې سره مرکه کې له وړاندې څخه ويلي وؤ  چې په حکومت کې شامل لوړپوړي چارواکي دهغه دوژنې دسيسه جوړوي
دمسلم ليګ(ن) مشر اؤ دپنجاپ پخواني وزيراعلي ښاغلي شهباز شريف ددغه ليک په ځواب کې ويلي دي کۀ په هيواد کې دعدليې دازادۍ اؤ دانصاف باوري کولو دپاره دهغوي ژوند له مينځه لاړ شي نو هيڅ پرواه به يې ونۀ کړي.
دکورنيو چارو وزارت ته په ليږدول شوي ليک کې ښاغلي شريف تور لګولى دى چې په حکومت کې ځينې داسې طاقتونه شته چې هغه نواز شريف وژل غواړي.
نوموړي دکورنيو چارو دوزارت ليک هم دنواز شريف دوژنې ددسيسې يوه برخه ګرځولې ده.
په کال ٢٠٠٧م کې داوږد لاريون داعلان څخه دمخه دپاکستان دکورنيو چارو وزارت دپيپلز ګوند وژل شوې مشرې اؤ پخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو ته هم په يو ليک کې په ډاګه کړې وه چې  دهغې ژوند ته ګواښونه پيښ دي خو دبې نظير بوټو دريځ ؤ چې حکومت په دغسې کولو هغه ويرول اؤ داولس منځ ته دورګډيدلو څخه ايسارول غواړي چې بيا يوې اولسي غونډې ته له وينا څخه وروستو نامعلومو ترهه ګرو ووژله.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
د قاضیانو پرځاې کولو لپاره اوږد لاريون پېل شوی دی
جنرال کياني صدراعظم گيلاني سره دهيواد په سياسي کړکيچ غږيدلى دى
پاکستان کې دسياسي مشرانو اؤ وکيلانو نيونې پيل شوي دي
 
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي