VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
اوږد لاريون ملتان څخه لاهور ته روان شوى دى

14/03/2009

[insert caption here]
 په پاکستان کې دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو لخوا د عدليې دازادۍ لپاره پيل کړى شوى اوږد لاريون نن په دريمه ورځ هم دوام لري اؤنن دخالي په ورځ دغه لاريون دملتان څخه لاهور ته روان شوى دى
په پاکستان کې دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو لخوا د عدليې دازادۍ لپاره پيل کړى شوى اوږد لاريون نن په دريمه ورځ هم دوام لري اؤنن دخالي په ورځ دغه لاريون دملتان څخه لاهور ته روان شوى دى.

په ټول هيواد کې دلاريون دمخنيوي لپاره حکومت مهمې لويې لارې دکنټينرونو اؤ پاټکونو په اچولو سره تړلي اؤزيات شمير پوليس ، دمليشې اؤ رينجرز ځواکونه يې پځايې کړي دي.
ټاکل شوې ده دوکيلانو لاريون به نن دملتان څخه لاهور ته رسيږي اؤ دغلته به ديوې ورځې دايسارتيا وروستو داسلام اباد په لور روانيږي.
په اسلام اباد کې ټولې لارې تړل شوي اؤ دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک اعلان کړى دى چې په يو حال کې به هم وکيلانو ته دپارلمان مخې ته دپرلت ماتونې اجازه ورنۀ کړي.
خو وکيلان وايي هغوي به په ١٦م مارچ ارو مرو دپارلمان مخې ته ټوليږي اؤ دغلته به دنامعلومې مودې  پورې پرلتونه ماتوي.
داوږد لاريون په مهال نن په دوهمه ورځ هم دصوبه سرحد دبيلا بيلو ښارونو څخه دسياسي مشرانو اؤ فعالينو دنيونې لړۍ دوام وکړو اؤ دجماعت اسلامي دصوبه سرحد داطلاعاتو سکتر محمداقبال وايي تراوسه دهغوي له ٣٠٠ؤ څخه زيات غړي نيول شوي دي.
Karachi_Police
په پاکستان کې دوکيلانو اؤ سياسي فعالينو لخوا د عدليې دازادۍ لپاره پيل کړى شوى اوږد لاريون نن په دريمه ورځ هم دوام لري اؤنن دخالي په ورځ دغه لاريون دملتان څخه لاهور ته روان شوى دى
په نيول شوؤ کې دقامي اسمبلۍ پخوانى غړى شبيراحمد،صابرحسين اعوان،حافظ حشمت، فضل رباني ايډوکيټ، ډاکټر عطاء الرحمان، حاجي دوست محمد اؤ حاجي اسرار خان هم شامل دي.

همدغه راز دمسلم ليگ(ن) په سوونو  غړي هم دصوبه سرحد څخه نيول شوي دي.
ددغو نيونو په ضد نن په دوهمه ورځ هم دپيښور دايالتي محکمې وکيلانو دقضايي چارو څخه پريکون اؤ احتجاجي مظاهرې وکړې.
په دغه مهال وکيلانو دحکومت په ضد اؤ دبې پلوه عدليې په حق کې شعارونه ورکړل.
پيښور څخه اسلام اباد ته غځيدلې لويه لار هم دخيراباد يا اټک په پل په بشپړ ډول تړل شوې اؤ اسلام اباد ته دوکيلانو دتگ دمخنيوي لپاره په دروند شمير پوليس په لويو لارو ځايې پځايې کړل شوي دي. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
اسلام اباد : حکومت مخالفو ډلو ته خبرو وړاندیز کړی دی
کياني زرداري اؤ گیلاني سره په سیاسي وضیعت لیدلي دي
صوبه سرحد کې هم د مظاهره چیان نيول پيل شوي دي
پاکستان : پوليسو په سوونو وکیلان او سیاسی فعلین نيولي دي
 
  مهم خبر
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي

  نور رپو ټونه
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
پيښور : چاؤدنه کې دوه پوليسان مړه نهه کسان ژوبل
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي