VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
جمهوررئیس ویاند: دډيموکراسۍ دتړون په اساس دقاضيانو دپځايې کولو پريکړه شوی ده

14/03/2009

[insert caption here]
په دې وروستيو کې دپاکستان دننه رامينځته شوى سياسي کړکيچ دهواري درشل ته په ننوتلو دى اؤحکومت پريکړه کړې ده چې دپرويز مشرف دواکمنۍ په مهال لرې کړل شوي قاضيان به دډيموکراسۍ دتړون په اساس بيرته پځايې کولى اؤ دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ دپريکړې په ضد به سترې محکمې ته مراجعه کولى شي 
په دې وروستيو کې دپاکستان دننه رامينځته شوى سياسي کړکيچ دهواري درشل ته په ننوتلو دى اؤحکومت پريکړه کړې ده چې دپرويز مشرف دواکمنۍ په مهال لرې کړل شوي قاضيان به دډيموکراسۍ دتړون په اساس بيرته پځايې کولى اؤ دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ دپريکړې په ضد به سترې محکمې ته مراجعه کولى شي.

دغه پريکړې نن دخالي په ورځ دجمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ترمينځ ديوې ليدنې په مهال وکړل شوې.
دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر دليدنې دجزئياتو په هکله مطبوعاتو ته ويلي حکومت به دسترې محکمې لخوا دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا دپريکړې پر ضد سترې محکمې ته دبيا نظراچونې خواست کوي اؤ ددې ترڅنگ به گوښه کړل شوي قاضيان دډيموکراسۍ دتړون يا ميثاق جمهوريت په اساس بيرته پځايې کولى شي.
Nawaz Sharif, left, speaks as his brother Shahbaz Sharif looks on in Lahore (File photo)
دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنااهلۍ دپريکړې په ضد به سترې محکمې ته مراجعه کولى شي
دډيموکراسۍ په تړون کې داخبره په ډاگه ده چې کومو قاضيانو هم دپاکستان داساسي قانون پځايې دموقتي ائيني امر په اساس لوړه کړې وي هغوي به له خپلو دندو گوښه کولى شي.

څيړونکي وايي چې کۀ دميثاق جمهوريت په اساس دقاضيانو دپځايې کولو ستونزه هوارى مومي نو لرې کړل شوى مشر قاضي افتخار محمدچوهدري به هم دخپلې چوکۍ څخه لاس وينځي ، ځکه چې هغه هم دپرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې دموقتي ائيني امر په اساس لوړه کړې وه.
دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف ددغه حکومتي پريکړې په اړه خپل غبرگون نۀ دى څرګندى کړ خو دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان پخواني مشر حامد خان دډيموکراسۍ دتړون په اساس دقاضيانو پځايې کول يو بل حکومتي چال گرځولى دى اؤ وايي دډيموکراسۍ په تړون لاسليکونه  په کال ٢٠٠٦م کې شوي دي اؤ هغوي خپل غورځنگ د٢٠٠٧م کال د٩م مارچ اؤ٥م اگست دحکومتي پريکړو په ضد پيل کړى دى ځکه نو اوسنۍ حکومتي پريکړه ردوي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
اوږد لاريون ملتان څخه لاهور ته روان شوى دى
اسلام اباد : حکومت مخالفو ډلو ته خبرو وړاندیز کړی دی
کياني زرداري اؤ گیلاني سره په سیاسي وضیعت لیدلي دي
 
  مهم خبر
باراک اوبامه هند سره د تعلقاتونورژورولوغږ کړې دی

  نور رپو ټونه
دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي
دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو
ايساف وايي افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي دي
پاکستان خپله جوړه کړی شوې الوتکه پوځ ته وسپارله
پوځ وايي جنوبي وزيرستان کې ٩ نورجنگیالي وژل شوې دي
هنگو او جنوبي وزيرستان عملياتو کې 17 جنگيالي وژل شوي
سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه
په غزه داسرائيلو هوايي بريد کې ٧ کسان ژوبل شوي دي
هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
رحمان ملک : د طالبانو مشر ملا عمر په کراچۍ کې نه دی
پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي
جنرال کياني : پوځ به بشپړ امن پرځاې کیدو پورې سوات کې وي
پاکستان : نښتو کې پنځه عسکر او 19 جنگيالي وژل شوي دي
فراه : ځانمرگي بريد کې 16 کسان وژل شوي دي
گيلاني: دترهگرۍ په ضد جگړه دنړۍ نۀ بلکې دخپل ځان لپاره کوؤ
جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي
شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي
کابل : حامد کرزي په دوهم ځل دجمهوررئيس په توگه لوړه کړې ده
پيښور:ځانمرگي بريدکې د مړو شمېره  ٢١ ته رسېدلی ده
افغان صدر حامد کرزۍ به د نوي دورې لپاره سوگند پورته کوي
اوبامه وايي څوهفتو کې به د افغانستان په هکله فیصله اعلان کړي